د شپږیزې کرېکټ غوره لیګ په خوست کې پیل شو

💬0

د شپږیزې کرېکټ غوره لیګ په خوست کې پیل شو

د شل اوریزې شپږیزې کرېکټ غوره لیګ یوولسم پړاو، نن (چهارشنبه) د خوست د رحمت ولي مسرور په لوبغالي کې پیل شو.

د سیالیو په پیل کې د پرانیستې مراسم ترسره شول او د دې پړاو د اتلولۍ جام هم نندارې ته وړاندې شو.

وروسته د امو او بندامیر لوبډلو د پرانیستې لوبه ترسره کړه چې په پای کې امو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په اته ویکټو ماتې ورکړه او د دې پړاو لومړی بری یې خپل کړ.

د شپږیزې کرېکټ غوره لیګ په یوولسم پړاو کې د امو، بندامیر، سپین‌غر، بست او مس‌عینک پنځه لوبډلې ګډون لري او د څه باندې دوو اوونیو لپاره به د اتلولۍ د خپلولو په موخه له یو بل سره سیالۍ وکړي.

له دې لیګ سره هممهاله، ټاکل شوې چې د افغانستان او اوزبېکستان د کرېکټ ملي لوبډلې هم په همدې لوبغالي کې یوه دوستانه لوبه ترسره کړي.

د شپږیزې کرېکټ غوره لیګ یوولسم پړاو سیالۍ په ژوندۍ او ځانګړې توګه د AF Sport ټلوېزیون له لارې خپرېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د شپږیزې کرېکټ غوره لیګ په خوست کې پیل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*