د طلوع‌نیوز د پخواني مسوول، مجاهد کاکړ د مړینې شپږم کال

💬0

د طلوع‌نیوز د پخواني مسوول، مجاهد کاکړ د مړینې شپږم کال

د غويي پنځلسمه، د مجاهد کاکړ د مړینې شپږمه کلیزه ده. هغه د طلوع‌نیوز پخوانی مسوول و د افغانستان د رسنیو مشهوره څېره بلل کېده.

مجاهد کاکړ د هېواد د نوي ژورنالیزم له مخکښو فعالانو څخه ګڼل کېده او د معلوماتو رسولو او رسنیو په برخه کې یې زیاتې هڅې کړې وې. 

مرحوم کاکړ له یوې لسیزې څخه ډېر وخت د طلوع او طلوع‌نیوز په سیاسي او خبري خپرونو کې د کوربه په توګه کار کړی و.

 د موبی‌ګروپ عملیاتي رییس، محمدنعیم سروري د ښاغلي کاکړ په اړه وايي: «هغه له هغو ژورنالیستانو څخه و چې په افغانستان کې یې نوي ژورنالېزم ته وده ورکړه او د هغه د کار اصلي تمرکز دا و چې ځوان نسل د تلویزیوني پروګرامونو برخه وګرځوي.»

کاکړ په ۲۰۰۵ میلادي کال کې له موبي‌ګروپ افغانستان سره یوځای شو چې د خبرونو ژباړې، ویاندویي او د سیاسي خپرونو د وړاندې کولو په ګډون یې په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې.

نوموړی په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د افغانستان د آزادو خبریالانو له مرکز څخه د «یو عمر خبریالۍ لاسته راوړنې» جایزه هم ترلاسه کړې وه.

د طلوع‌نیوز یو شمېر کارکوونکي مجاهد کاکړ یو تکړه مدیر او د رسنیو معیارونو ته ژمن کس یادوي.

د هغه همکار، محمد همایون احمدي په دې اړه وویل: «مجاهد کاکر د رسنیو او سیاست په ډګر کې یو وتلی او اغېزناک شخصیت و، یو مدبر مدیر او زړه سوانده انسان و. هغه تل له خپلو همکارانو سره صمیمانه چلند درلود او ډېره هڅه یې دا وه چې ځوانانو ته د نوې ژورنالېزم په ډګر کې لارښوونې وکړي.»

مجاهد کاکړ د سرطان ناروغۍ له امله د ۵۱ کالو په عمر په ۲۰۲۰ کال کې ومړ.

هغه جرمني کې د ژوند پور پرې او هملته خاورو ته وسپارل شو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د طلوع‌نیوز د پخواني مسوول، مجاهد کاکړ د مړینې شپږم کال"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*