
د عدلیې وزیر: خصوصي روغتونونو کې دې له خلکو اضافي پیسو نه اخیستل کیږي
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر په کابل کې د یو شمېر خصوصي روغتونونو له مسوولینو سره په لیدنه کې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د جوړېدو په اړه د خبرو ترڅنګ له اړمنو ناروغانو سره پر همکارۍ ټینګار کړی.
عبدالحکیم شرعي دغه راز ویلي، له ناروغانو باید په خصوصي روغتونونو کې اضافه پیسې وانخیستل شي او زیاته کړې یې ده چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کیږي.
د عدلیې وزارت ویاند، برکتالله رسولي د دغه وزارت د وزیر له قوله ویلي: «محترم وزیر صاحب وویل چې د افغانستان ډېری خلک مالي توان نه لري، او خصوصي روغتونونه باید د اړمنو ناروغانو د درملنې په برخه کې مرسته او همکاري وکړي او همدارنګه له ناروغانو څخه د اضافي پیسو اخیستو ډډه وکړي.»
دغه راز یوه ډاکټر، مجتبی صوفي ویلي: «که موږ وغواړو چې پر خلکو فشار کم کړو، ښه به دا وي چې پر روغتونونو مالیات کم شي او هغه دولتي سکتور چې د روغتیا په برخه کې کار کوي، خپل وسایل عصري کړي ترڅو ناروغانو ته ارزانه تمام شي.»
په همدې حال کې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د خصوصي روغتونونو پر څارنې، په ځانګړې توګه د درملنې د لګښتونو پر تنظیم ټینګار کوي.
د کابل اوسېدونکی، مدثر وايي: «هر روغتون ته چې ځې، د معایناتو او درملنې بیې یې توپیر لري. زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې دوی ته یوه ټاکلې بیه وټاکي.»
د کابل بل اوسېدونکی، میراقا وویل: «کله چې خصوصي روغتونونو ته ځې، که هېڅ اړتیا هم نه وي، بیا هم د وینې معاینه او نور اضافي ټسټونه درکوي.»
د خصوصي روغتونونو د مسوولینو د شمېرو له مخې، دا مهال په کابل کې ۱۲۶ خصوصي روغتونونه فعالیت کوي.
لومړی نظر وکړئ on "د عدلیې وزیر: خصوصي روغتونونو کې دې له خلکو اضافي پیسو نه اخیستل کیږي"