بدخشان کې د لومړي ځل لپاره د غالیو وینځلو او پرې کولو کارخونه فعاله شوه

منبع

بدخشان کې د لومړي ځل لپاره د غالیو وینځلو او پرې کولو کارخونه فعاله شوه

د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې د لومړي ځل لپاره د غالیو وینځلو او پرې کولو کارخونه جوړه شوه.

د دغې کارخونې مسوول وایي چې د دې کارخونې په جوړېدو سره په بدخشان کې د غالۍ اوبدونکو کار اسانه شوی دی.
 
د بدخشان اوسېدونکي، ظاهر نوري و ویل: «ما یوازې د غالیو د قیچي کولو، وینځلو او د وچولو ماشینونه راوړي او دلته مې فعال کړي دي. له دې وروسته، ان‌شاءالله، هغه غالۍ چې بدخشان کې تولیدیږي، په همدې مرکز کې به قیچي، وینځل او وچیږي.»

د دې کارخونې تر جوړېدو وړاندې، غالۍ اوبدونکي اړ وو چې خپلې اوبدل شوې غالۍ د وینځلو او پرې کولو لپاره کندز او یا هم کابل ته ولېږدوي، چې له یوې خوا یې ډېر وخت نیوه او له بلې خوا پرې ډېر لګښت هم راته. 

بدخشان کې غالۍ اوبدونکې، روېدا و ویل: «تر دې مخکې موږ د قیچي کولو او وینځلو ماشینونو ته لاسرسی نه درلود او کندز او کابل ته به مو غالۍ لېږدولې.»

بلې غالۍ اوبدونکې ملکې و ویل: «د غالیو د قیچي او وینځلو ماشینونو فعالېدل زموږ لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې، ځکه پخوا مو ورته لاسرسی نه درلود او اړ وو چې نورو ولایتونو ته غالۍ ولېږدوو.»

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ یې د دې ولایت د لاسي صنایعو د لسګونه کارځایونو په ځانګړې توګه د غالۍ اوبدلو د کار ځایونو ملاتړ کړی دی.

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي پارکونو امر، عبدالباطن ظاهري و ویل: «موږ د غالۍ اوبدلو او لاسي صنایعو د هر ډول فعالیت ملاتړ کوو. سږ کال بهرنیو بنسټونو له دې برخې ملاتړ کړی، چې یو شمېر یې نغدي مرستې وې او یو شمېر نور یې وسایل او ماشینونه وو.»

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د شمېرو له مخې، دا مهال په دې ولایت کې له زرو ډېرې مېرمنې په بېلابېلو سوداګریزو برخو کې پر فعالیت بوختې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بدخشان کې د لومړي ځل لپاره د غالیو وینځلو او پرې کولو کارخونه فعاله شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*