د فلیپین د زلزلې د قربانیانو شمېر زیات شوی

💬0

د فلیپین د زلزلې د قربانیانو شمېر زیات شوی

د فلیپین په سوېل کې د تېره ورځې ۷.۸ درجې زلزلې د قربانیانو شمېر لږ تر لږه ۳۷ تنو ته رسېدلی او سلګونه نور کسان ټپیان دي.

دا زلزله د دوشنبې په ورځ (د جون ۸مه) د مینداناو په سیمه کې شوې او ښارونو او مېشتو سیمو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي.

تر ټولو ډېر زیان په «جنرال سانتوس» ښار کې ثبت شوی، چې نږدې ۷۰۰ زره وګړي پکې ژوند کوي.

په دې ښار کې ګڼې ودانۍ نړېدلي او اوسېدونکي وایي، زلزله دومره شدیده وه چې ساری یې نه دی لیدل شوی.

د زلزلې یوه ژوندي پاتې شوي، جوو کالما وویل: «اوښکې مې روانې شوې. دا لومړی ځل و چې له داسې سختې پېښې سره مخ کېدم او ونه توانېدم خپله ژړا کنټرول کړم. د خپلو ماشومانو او وراره په اړه مې فکر کاوه، چې که هغوی ته څه پېښ شوي وای، څه به شوي وو.»

بل ژوندي پاتې شوي، جېسن منارک وویل: «اوبه او برېښنا نشته او بشپړه تیاره ده. کله چې کور ته ورسېدم، نه برېښنا وه او نه اوبه. موږ ټول زیانمن شوي یو او ان د څښلو لپاره څه نه لرو.»

د ژغورنې چارواکو ویلي، تر اوسه دوه کسان ژوندي له کنډوالو را ایستل شوي او لږ تر لږه دوه نور لا هم ورک دي.

د پوځ او ژغورنې ډلې په سیمه کې حضور لري او د لټون عملیات روان دي.

د یوه ورک شوي ماشوم مور، دیوسلاندا دلوویو، وویل: «د یوې مور په توګه دا ډېره سخته ده چې ومنم زوی مې لا هم د کنډوالو لاندې بند پاتې دی. دا خبره منل راته ډېر ګران دي.»

دا زلزله داسې مهال شوې چې فلیپین په وروستیو میاشتو کې هم د څو مرګونو زلزلو شاهد پاتې شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د فلیپین د زلزلې د قربانیانو شمېر زیات شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*