د فوټسال ملي لوبډله د نړۍوال جام په لړ کې له ارجنټاین سره لوبه کوي

  د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په ازبېکستان کې د فوټبال د نړۍوال جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه له ارجنټاین سره وکړي.

دغه حساسه او په زړه پورې لوبه به د ازبېکستان په پلازمېنه تاشکند کې د انګولا پر وړاندې د نړۍوال جام د لومړۍ لوبې له ګټلو وروسته وشي.

د افغانستان د فوټسال لوبډله په ازبېکستان کې د فوټبال د نړۍوال جام په C ګروپ کې د ارجنټاین، انګولا او اوکراین سره په یوه ګروپ کې ده.

د فوټسال لوبغاړي دنړۍوال جام لپاره د چمتووالي په موخه له تېرو څو اونیو راهیسې په ټایلنډ کې دوستانه کمپونه درلودل او تمریناتي لوبې او ټورنمنټونه یې وکړل.
 
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام څو ورځې وړاندې د ازبېکستان په تاشکند ښار کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون پیل شو چې هرې څلور لوبډلې په شپږ ډله اییزو ګروپونو کې لوبیږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د نړۍوال جام په لومړۍ سیالۍ کې سبا (یکشنبه) د انګولا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي. فوټسال

د ملي لوبډلې روزونکی او لوبغاړي وایي، د نړۍوال جام دغو سیالیو ته یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.

د روزونکي په خبره، افغان لوبغاړي به دغو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

افغان لوبډله د نړۍوال جام په سیالیو کې له ارجنټاین، انګولا او اوکراین سره په سي (C) ګروپ کې ده.

دغه نړۍوال جام د ازبیکستان په کوربتوب ترسره کیږي. فوټسال

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د فوټسال ملي لوبډله د نړۍوال جام په لړ کې له ارجنټاین سره لوبه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*