د فوټسال نړۍوال جام ته د افغان لوبډلې لارموندنه نسبتاً اسانه اټکل شوې

Photo: Pascal Swier

د فوټسال نړۍوال جام ته د افغان لوبډلې لارموندنه نسبتاً اسانه اټکل شوې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لارموندنې پړاو کې له میانمار او مالدیف سره لوبیږي.

د دغو سیالیو د پچې اچونې مراسم نن (پنجشنبه) د مالیزیا په کولالامپور ښار کې د ۳۱ هېوادونو ترمنځ ترسره شول، چې افغانستان په “H” ګروپ کې له میانمار او مالدیف سره یوځای شو.

دغه سیالۍ د روان زېږیز کال په سپټمبر میاشت کې پیلیږي او د “H” ګروپ کوربه میانمار دی.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویاند، مصطفی هاشمي طلوع‌نیوز ته ویلي، چې افغان لوبډله دا ځل له دومره پیاوړو سیالانو سره نه ده مخ او هیله یې څرګنده کړې چې ښه پایله به ترلاسه کړي.

افغان لوبډلې تېر کال هم د اسیا ملتونو جام په سیالیو کې ګډون کړی و خو په حذفي پړاو کې یې له تاجیکستانه په ماتې سره له یادو سیالیو ووتله.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله تېر کال د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړۍوال جام ته لاره موندلې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د فوټسال نړۍوال جام ته د افغان لوبډلې لارموندنه نسبتاً اسانه اټکل شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*