د قزاقستان پولیسو ځينې بې اسناده افغانان نیولي دي

4
1

د قزاقستان رسنیو ویلي، د دغه هیواد پولیسو په اوکتوبي ښار کې ۱۵ افغانان نیولي دي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، له دغو افغانانو څخه ځینو يې پاسپورټونه نه لرل او د ځينو يې ويزې ختمې شوې وې.

د قزاقستان د کارلینتا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ټول کسان د دغه هیواد د کډوالو دفترونو ته وړل شوي چې د دوی هویت او تېره مخینه وګوري.

ویل کیږي چې په نیول شویو کسانو کې یو شمېر د قزاقستان په پلازمینه کې محصلان وو.

د دغو کسانو د برخلیک په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

د قزاقستان پولیسو په دغه هېواد کې د دوی پاتې کېدل ناقانونه ګڼلي او ورته مهال یې له خپلو وګړو غوښتي چې که د بهرنیو وګړو د ناقانونه اوسېدو په اړه معلومات ولري امنیتي ځواکونو ته دې خبر ورکړي.

د غبرګولي په میاشت کې د قزاقستان پولیسو پنځه هغه افغان کډوال چې غوښتل یې په ناقانونه توګه روسیې ته ننوځي، ونیول او بېرته یې افغانستان ته واستول.

د قزاقستـان رسنۍ وايي، په دې وروستیو کې یو زیات شمېر کډوالو هڅه کړې چې د دغه هېواد له پولو تېر شي او د روسیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ننوځي. په همدې موخه قزاقستان پر خپلو پولو د یوې نوې پوستې د جوړولو پرېکړه کړې ده.

قزاقستـان خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې که دوی د نا رسمي لارو له لارې روسیې ته له کډوالو سره مرسته وکړي تر اوو کلونو پورې به یېپه بند محکوم کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د قزاقستان پولیسو ځينې بې اسناده افغانان نیولي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*