
د قوشتیپې کانال د دویم فاز چارې ۹۸ سلنې بشپړې شوي
د ملي پراختیا شرکت اعلان کړی چې د قوشتیپې د اوبو کانال د دویم فاز د کیندنې چارې ۹۸ سلنې بشپړې شوې دي.
د مسوولینو په خبره، د دې کانال د سربندونو چارې هم ۹۰.۵ سلنې بشپړې شوې او لا هم دوام لري.
د ملي پراختیا شرکت ویاند، نبيالله ارغندیوال په دې اړه و ویل: «د دې ستر کانال د سربندونو چارې ۹۰.۵ سلنې پرمخ تللې دي. دغه راز، د کانال په مسیر کې د ۲۵ پلونو او د اوبو د مهارولو تاسیساتو چارې هم په چټکۍ روانې دي، او انشاءالله ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»
د اقتصادي چارو شنونکي پر دې باور دي چې دا پروژه کولی شي په اړوندو سیمو کې پر کرنې د پام وړ اغېز وکړي.
د دوی په خبره، د قوشتیپې کانال به نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي، په ځانګړي ډول د وچکالۍ په موسمونو کې به بزګرانو ته دا زمینه برابره کړي چې له اوبیزو سرچینو ښه ګټه واخلي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رشتیا و ویل: «قوشتیپې کانال د اوبو رسولو یوه ډېره سټراټیژیکه او مهمه پروژه ده. افغانستان یو کرنیز هېواد دی، او کولای شو د دغو اوبو په ښه مدیریت سره هغه توکي په کور دننه تولید کړو چې اوس یې له بهره واردوو.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي، عبدالشکور هډهوال و ویل: «د قوشتیپې کانال بې له شکه د افغانستان د اقتصاد د ښه کېدو لپاره یو مهم عامل دی او ورسره به هغو کرنیزو ځمکو ته اوبه ورسیږي چې تر اوسه له اوبو محرومې دي.»
د قوشتیپې کانال پروژه د هېواد له سترو پروژو ده، چې په بشپړېدو سره به یې نه یوازې اوبیزې سرچینې زیاتې شي، بلکې په بېلابېلو سیمو کې به د کرنې پراختیا او د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل هم شي.
لومړی نظر وکړئ on "د قوشتیپې کانال د دویم فاز چارې ۹۸ سلنې بشپړې شوي"