د افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمتالله ایرګشف له یوې ازبېکستاني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، تاشکند او کابل، په افغانستان کې د قوشتېپې کانال د جوړېدو په اړه کمېسیون جوړ کړی دی.
د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ځانګړي استازي په وینا، ټاکل شوې چې، په راتلونکو ورځو کې په تاشکند کې، د افغانستان او ازبیکستاني پلاوو ترمنځ درېیمه ګډه غونډه جوړه شي.
عصمتالله ایرګشف زیاته کړې، افغانستان حق لري چې، د امو سیند له اوبو ګټه واخلي او د دغو اوبو کارولو لپاره باید مشخص وېش وټاکل شي.
د افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړی استازی زیاتوي:«د یادولو ده چې، په لومړي سر کې افغانستان او د افغانستان خلک حق لري چې، د امو سیند له اوبو ګټه واخلي. په دې برخه کې هېڅ خنډونه او اندېښنې نشته، اصلي مسئله دا ده چې، له امو سینده څومره اوبه اخیستل کېږي؟ په دې برخه کې باید د هغو هېوادونو ګټې په نظر کې ونیول شي چې، له دغه سینده ګټه اخلي. درېیمه مسئله د امو سیند د اوبو د کچې ده، یعنې د دغه سیند اوبه یو کال زیاتې او بل کال کمې وي.»
ښاغلي اریکشف له دغې رسنۍ سره په مرکه کې څرګندوي:«موږ د قوشتېپې کانال په اړه یو ګډ پلاوی ټاکلی، تر اوسه مو دوه ناستې کړې، یوه ناسته په کابل او بله په مزارشریف کې او ټاکل شوې چې، درېیمه ناسته به ژر په تاشکند کې جوړه شي.»
د اقتصادي او سیاسي چارو ځينې شنونکي د امو له سینده ګټه اخیستنه د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره مهمه بولي.
د سیاسي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی طلوعنیوز ته وايي:«د امو په سیند کې د افغانستان حق ثابت شوی او اړتیا نهده چې، څوک دغه موضوع تایید او یا هم رد کړي.»
د قوشتېپې کانال د افغانستان له مهمو کانالونو څخه دی چې، سرپرست حکومت وايي بودیجه یې د افغانستان د کانونو له عوایدو تمولېږي او اوسمهال د دغه کانال د دویم فاز چارې د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ ته رسېدلې دي.
لومړی نظر وکړئ on "د قوشتېپې کانال؛ د کابل او تاشکند پلاوي به ډېر ژر غونډه وکړي"