د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا ایالت د لاس انجلس شاوخوا کې د پراخې اورلګېدنې له کبله حد اقل پنځه تنه مړه شوي او څه باندې ۱۰۰ نور کسان بې ځایه شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس دا په لاس انجلس کې تر ټولو وېجاړونکې اورلګېدنه ده چې تر دې دمه ۱۰۰۰ کورونه یې سوځولي دي.
په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې کورونه او موټرونه په اور کې لولپه شوي. هغوی چې له اور څخه تښتېدلي خپل موټرونه یې هم پرېښي دي.
د اطفايي زرګونه کارکوونکي په لاس انجلس کې په دریو بېلا بېلو ځنګلونو کې د اور په مړه کولو اخته دي. تېزو بادونو دا اور په چټکۍ سره خپور کړی دی.
د پنټاګون ویاندې سبرینا سینګ وویل چې د دفاع وزارت پلان لري د بحري ځواکونو لس څرخي الوتکې د اور وژنې لپاره کالیفورنیا ته واستوي.
دا لارښوونه لا نهايي شوې نه ده خو تمه کېږي، چې د کالیفورنیا په جنوب کې د سمندري ځواک د فعال واحد څرخي الوتکې، چې اوبه انتقالولای شي، سیمې ته واستول شي.
د برېښنا نشتوالی
راپورونه وايي چې د چهارشنبې په ورځ جنوري اتمه (مرغومې ۱۹) د کالیفورنیا په جنوب کې څه باندې ۱.۵ میلیون خلک د دغې اور لګېدو له کبله له برېښنا څخه بې برخې شوي. په لاس انجلس کې په ۹۵۷زره خلکو باندې برېښنا پرې شوې ده.
د برېښنا شرکتونه په داسې وضعیت کې له وړاندینو سره سم برېښنا په عمومي ډول بندوي.
د بایډن غبرګون
د امریکا ولسمشر جوبایډن چې د یوې غونډې لپاره د سه شنبې په ورځ لاس انجلس ته تللی و، خپله غونډه وځنډوله او بېرته واشنګټن ته راستون شوی دی.
بایډن وویل چې د دغې اور وژنې د کابو کولو لپاره به د فدرال هر ډول مرستې چمتو کړي.
بایډن د دغه اور له کبله د فدرال اضطراري حالت اعلان کړ چې په اساس یې د اور وژنې لپاره د ځانګړې بودیجې تخصیص کول اسانه کوي.
د نورو ایالتونو مرستې
د اوریګن ایالت د مرستو ځانګړې ډلې کالیفورنیا ته استولي دي.
تر دې مخکې د کالیفورنیا والي ګوین نیوسام ویلي وو چې د اور وژنې موسم به نور په کالیفورنیا کې ختم وي. ځینې د اور وژنې په مهارولو کې د هغه په مدیریت انتقاد کړی دی.
واشنګټن ټایمز راپور ورکړی دی چې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کالیفورنیا په والي باندې د اور وژنې په مهارولو کې د کمزوري مدیریت له کبله کلک انتقاد کړی دی.
ټرمپ ویلي دي چې نیوسام نه دی توانېدلی چې د کالیفورنیا د اوبو سرچېنې زیاتې کړې او وچې ونې او هغه ځنګلونه، چې د ټرمپ په خبره کارپوهانو څو کاله مخکې یې په اړه خبرداری ورکړی و چې اور به بلوي، له منځه یوسي.
په همدې حال کې د اسوشیتډپرس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د اور وژنې ځينې وسایل له کاره لویدلي او په دې سره د اور وژنې ستونزه نوره هم زیاته شوې ده.
لومړی نظر وکړئ on "د لاس انجلس تاریخ کې د تر ټولو ویجاړونکې اورلګېدنې له کبله ۱۰۰زره کسان بې ځایه شوي"