
د لغمان د مرګونې ټرافیکي پېښې د قربانیانو کورنۍ د لاسنیوي غوښتنه کوي
د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ په اهنګرانو کلي د هغې کورنۍ د شپږو غړو د جنازې مراسم ترسره شول چې د شنبې ورځې په سهار د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د یوې ټرافيکي پېښې له امله مړه شول.
دغه پېښه کې په ټوله کې ۲۰ تنه مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د پيښې عیني شاهد، عبدالعزیز و ویل: «موټر لاره کې خراب شو، جلال اباد ته نر رسېدو مخکې مو دمه وکړه او بیا مو حرکت وکړ، موټر چلوونکی په لاره کې ویده شوی و، موږ ورته و ویل چې ښکته کیږو، خو هغه روان و او د لغمان اړوند سرخکانو سیمې ته نا رسیده مو موټر چپه شو، په موټر کې سپاره ټول کسان پر ځمکه پراته وو، څوک د موټر لاندې او څوک یې خواته او څوک لرې پراته و.»
د پېښې بل عیني شاهد، نادر خان و ویل: «لغمان کې موټر د موټر چلوونکي له کنټرول ووت، د سړک غاړې ته چپه شو، خو نور مونږ په ځان پوه نه شوو، د قیامت په شان سخته ورځ وه.»
د قربانيانو د کورنۍ غړي، زر محمد و ویل: «د پېښې قربانیان ټول وروڼه و او کابل ته ټول په یوه موټر کې روان وو، چې یو یې مشر ورور مړ شوی او نور ماشومان او ښځې پکې مړې شوي.»
د دغې پېښې ګڼ ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې د روغتون د مسوولینو په خبره، د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ ښودل شوی او دا مهال یې درملنه په ښه توګه روانه ده.
ګلا جان چې په دغه پېښه کې ټپي شوی، وایي: «موټر چلوونکی لار کې ویده شوی و او موټر یې له سړک ښکته چپه کړ، موږ او مالونه مو ټول د موټر لاندې وو، نیمایي کسان به ژوندي پاتې وي او نور مړه شوي وي.»
د قربانیانو د کورنۍ غړي، عبدالقدوس و ویل: «له دې نورې لویې پېښې په یوه انسان نه راځي، سخته بده پېښه ده، له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو مو غوښتنه دا ده چې له دوی سره مالي او هر اړخیزې مرستې وکړي، ځکه د دوی ټول جایداد او حال و مال له منځه لاړ او نور څه نه لري.»
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دغې پېښې له امله خواشینې ښودلې ده.
د لغمان د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي رییس، خیر محمد غازي و ویل: «په نننۍ ټرافیکي پېښه کې تر دې مهاله شل کسان شهیدان دي، چې په شهیدانو کې یې ډېری مېرمنې او ماشومان دي او همدا راز ٣٣ کسان ټپیان دي، چې د درملنې په موخه مو د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدولي او هلته تر درملنې لاندې دي.»
د کونړ د والي مرستیال، عبدالله حقاني و ویل: «د قربانیانو له کورنۍ سره مو د هر شهید پر سر شل زره او د هر ټپي پر سر مو لس زره افغانۍ مرسته وکړه او نورې مرستې به هم ورسره کیږي، د ننکرهار په حوزوي روغتون کې د ټپیانو درملنه روانه ده او که د ننګرهار په حوزوي روغتون کې یې درملنه ستونزمنه وه، نو اسلامي امارت به یې د درملنې لپاره کابل ته د لېږد زمینه برابروي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د جمعې په ورځ د نورستان په مرکز پارون کې د سېلانیانو موټر له سړک څخه سیند ته لوېدلی چې پکې ۴ تنه مړه شوي او یو بل ټپي و.
لومړی نظر وکړئ on "د لغمان د مرګونې ټرافیکي پېښې د قربانیانو کورنۍ د لاسنیوي غوښتنه کوي"