
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم د لارې د بیا پرانیستلو د هڅو په دوام د ډیورنډ د کرښې دواړو خواو ته میشتو قومي مشرانو او سوداګرو د یکشنبې په ورځ مارچ نهم ( کب ۱۹) په یوه په ګډه جرګه کې ددغې لارې د پرانیستلو په اړه خبرې کړي دي. د لنډي کوتل
په دې جرګه کې د خیبرپښتونخوا ایالت د لنډي کوتل د سیمې او د افغانستان د ننګرهار ولایت یو شمیر مشرانو او سوداګرو ګډون کړی و.
ددغې جرګې د ګډونوالو د وینا پراساس په جرګه کې د لنډي کوتل پلاوي درې وړاندیزونه کړي، چې په لومړي سر کې یې اوربند کول، په ننګرهار کې د مورچې جوړولو د کار درول او ددغو اقداماتو په پایله کې د تورخم دروازې پرانستل شامل دي.
د تورخم يوه ځايي مشر او سياستوال شاه خالد له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: “که په افغانستان کې د طالبانو حکومت ډزبندي وکړي او د مورچې جوړول ودروي نو په وروستي ګام کې به د تورخم دروازه پرانيستل وي.”
نوموړي زياته کړه، د افغانستان پلاوي وويل، چې له طالب چارواکو سره به پر دې شرايطو خبرې وکړي او بيا به د بلې ناستې لپاره ورځ ټاکي. د لنډي کوتل
شاه خالد وايي: “پر کرښه دواړه خواوو ته شينواري ژوند کوي او دا خبره مو هم وکړه چې څو ورځې وړاندې په لنډي کوتل کې له زخه خيل بازار سره په څڅوبي کنډو له دواړو خواوو ډزې شوې وې خو يوې ډلې هم لاره نه وه تړلې نو که پر تورخم د دواړو دولتونو ترمنځ هر ډول اړيکې وي خو دروازه باید و نه تړل شي.”
د افغانستان د جرګې يو مشر مخلص احمد وايي چې د دوی جرګه د دواړو خواو د ولس او سوداګرو د ستونزو حل لپاره جوړه کړل شوې ده چې په کې د طالب چارواکو هېڅ رول نه شته ځکه چې دغه جرګه یوازې د دې لپاره ده چې په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ خونې ته سوداګر په ډلو ډلو ورتلل او د لارې پرانستو غوښتنه يې کوله.
دا مهال دواړو غاړو ته په سلګونه موټرې ولاړې دي، ګڼ خلک خپلو کورونو ته نه شي تلی.
مخلص احمد امريکا غږ ته وويل، دوی هڅه کوي چې په دې شخړه خبرې اترې پيل شي چې د اسلام اباد او کابل ترمينځ دغه شخړه هواره شي نو به عام ولس او سوداګر پر تورخم ځي راځي.
نوموړي زياته کړه: “موږ له طالب چارواکو سره خبرې اترې کوو چې د مذاکراتو له لارې د دې شخړې د حل لاره را و باسي ځکه چې د دواړو هيوادونو سوداګر له لويو مالي زياتونو سره مخ دي.”
مخلص احمد وویل، دوی غواړي چې د پخوا په څېر پر سرحد يوه کمېټه جوړه کړل شي چې پر تورخم دروازه د صادراتو او وارداتو په مرکز کې د دواړو هېوادونو مشران ناستې وکړي چې شخړې هوارې کړي.
د دې جرګې د جوړښت او پرېکړو په اړه په پېښور کې د سیاسي چارو شنونکي او خبريال شميم شاهد وايي، جرګې کول د پښتنو د کلتور برخه ده خو تر څو چې د دواړو هېوادونو چارواکي په کابل يا اسلام آباد کې ناسته و نه کړي نو تر هغه داسې جرګې هېڅ قانوني اهميت نه لري ځکه چې دا د دوو هېوادونو ترمينځ شخړه ده.
شميم شاهد زیاتوي:” که دغه جرګه ناکامه شي نو د دواړو هېوادونو د چارواکو په ګټه به تماميږي ځکه چې دواړه هېوادونه پر يوه بل خپل دريځ منل غواړي خو د دواړو هېوادونو د ولسونو په زيان به تمامه شي او د پښتون اولس ترمينځ به زړه بداوی راشي او ترمينځ به يې نفرتونه وزېږي.” د لنډي کوتل
لومړی نظر وکړئ on "د لنډي کوتل قومي مشرانو د تورخم لارې پرانیستلو لپاره درې وړاندیزونه کړي"