د لومړي ځل لپاره قطر ته ۷۰۰ افغان کارګران استول کیږي

Photo: Alex Block

د لومړي ځل لپاره قطر ته ۷۰۰ افغان کارګران استول کیږي

هېواد کې د بېکارۍ کچې په لوړېدو سره سم، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، قطر ته یې د افغان کارګرانو د لېږد زمینه برابره کړې ده. 

د دغه وزارت د ویاند په خبره، په لومړي ځل د قطر د یوه ګډ دولتي شرکت او د افغانستان د کارموندنې د خصوصي شرکتونو ترمنځ هوکړه شوې، چې لمخې به یې په لومړي پړاو کې د افغان کارګرانو لپاره ۷۰۰ کاري فرصتونه برابر کړي.  

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي و ویل: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو په لومړي ځل د قطر شاهي هېواد د ګډ دولتي شرکت او افغان خصوصي شرکتونو ترمنځ د افغان کارګرانو لېږد هوکړه وشوه، چې لمخې یې د اوس لپاره افغان کارګرانو لپاره ۷۰۰ کاري فرصتونه برابر شوي دي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، احمد فردوس بهگزین و ویل: «که موږ وکولای شو چې پر کارخونو، بنسټیزو پروژو، کانونو او نورو برخو تمرکز وکړو، نو د هېواد دننه به د کار زمینې برابرې شي، چې له لارې یې کولای شو خپلو ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر کړو.»

اسدالله یو له دغه راز کارګرانو دی چې هره ورځ له سهاره تر ماښامه د کابل د یوه واټ پر غاړه د کار په  تمه وي، د خپل ژوند له ستونزو شکایت او وايي، د کار نشتوالي ورته ژوند سخت کړی دی.

اسدالله طلوع‌نیوز ته وایي: «موږ د ژوند له ستونزو سره لاس و ګرېوان یو؛ کار نشته، بیکاري ډېره ده.»

دغه اقدام د سلګونه هغو افغانانو لپاره د یوې نوې هیلې بلل کیږي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د لومړي ځل لپاره قطر ته ۷۰۰ افغان کارګران استول کیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*