
د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړۍواله ورځ او د افغان ماشومانو وضعیت
نن د جون ۱۲مه، د ماشومانو د کار پر ضد له نړۍوالې ورځې سره هممهاله په افغانستان کې د زرګونه کارګرو ماشومانو وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی؛ هغه ماشومان چې د ښوونځي ته د تګ پر ځای د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو لپاره کار کوي.
یونیسف ویلي چې په افغانستان کې نږدې درېیمه برخه ماشومان په درنو او شاقه کارونو بوخت دي.
د دغه سازمان په وینا، هېواد کې بې وزلي، د کډوالو بېرته راستنېدل او له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره د زدکړو محدودیتونه د دغو ماشومانو د محرومیت لامل شوې دي.
په افغانستان کې د یونیسف سرپرست، چارلز نزوکي ویلي: «په افغانستان کې د ماشومانو کار لا له وړاندې د ډېرو ماشومانو پر ژوند اغېز کړی دی. د یونیسف شمېرې او د محلي ټولنو راپورونه ښيي چې دا وضعیت مخ په خرابېدو دی.»
همدارنګه، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ استازی، عرفات جمال ویلي: «په ټول افغانستان په ځانګړې توګه کابل کې ډیری ماشومان په خطرناکو کارونو له هغې ډلې د پاتې شونو پر راټولولو او واټونو کې پر ګرځنده پلور.
دا ماشومان ډیری د زدکړو، ودې او ماشومتوب د یوې برخمنې دورې له فرصت څخه بې برخې کیږي.»
خو په افغانستان کې د زرګونه کارګرو ماشومانو له ډلې یو هم ۱۳کن طارق دی د موټرو په یوه ورکشاپ کې کار کوي او وايي چې د سختې ګرمۍ او درنو کارونو سربېره هره ورځ د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره کار کوي؛ خو اقتصادي ستونزو د هغه د هیلو او ارمانونو پوره کول ستونزمن کړي دي.
طارق وايي: «زما پلار بېکاره دی او زه اړ یم چې کار وکړم، څو خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ یوه مړۍ پیدا کړم.»
ډېری دغه ماشومان وايي چې د کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار کولو ته اړ شوي دي، خو له ټولو ستونزو سره سره لا هم د ډاکټر، انجینر او ښوونکي کېدو هیلې لري.
توحید هم ورته کیسه لري: «زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې له موږ سره مرسته وکړي، څو د کار پر ځای زدهکړې وکړو.»
په همدې حال کې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې د ماشومانو د کار کمولو او د اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره یې یو شمېر پروګرامونه پیل کړي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي وايي: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روزنتونونو، د ملاتړ مرکزونو او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د مرکزونو له لارې هڅه کوي چې له ماشومانو ملاتړ وکړي.»
د ماشومانو د کار پر ضد نړۍواله ورځ هر کال د جون په ۱۲مه نمانځل کېږي.
د دې ورځې موخه د ماشومانو حقونو ته د نړیوالو پام را اړول او د سختو او زیانمنو ماشومانو د کارونو پای ته رسول دي.
لومړی نظر وکړئ on "د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړۍواله ورځ او د افغان ماشومانو وضعیت"