د مکروریانونو اوسیدونکي یو ځل بیا د مرکز ګرمیو پر نه فعالېدو نیوکې لري.
دوی د مکرویانونو د ساتنې او پالنې له ریاسته غواړي چې دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د مکروریان اوسېدونکی، همایون وايي: «مرکز ګرمي لا تر اوسه نه ده فعاله شوې. دوی ژمنه کړې وه چې تر د مرغومي لسمې پورې به د مرکز ګرمۍ فعالې شي، خو له بده مرغه تر اوسه دا کار نه دی شوی. کورونه یخ او نمجن دي او زموږ ماشومان ناروغه شوي دي.»
دوی د مکروریانونو د ساتنې او څارنې له ریاسته غواړي چې، دغې برخې ته په جدي توګه پام وکړي.
د مکروریانو اوسېدونکی، فرید وايي: «برېښنا کافي نه ده او د بخارۍ کارول هم سخت دي. که د مرکز ګرمي فعاله شي، زموږ ستونزه به راکمه شي.»
د مکروریانو یو بل اوسېدونکی، امان الله هم وايي: «مرکز ګرمي باید فعاله شي؛ ځکه مکروریانونه ورته جدي اړتیا لري.»
له بل لوري د مکروریانونو د ساتنې او څارنې ریاست د تخنیکي او عملیاتي چارو رييس له تیلو او ګازو، ډبرو سکرو ته د مرکز ګرمیو د سیستم له اړولو خبر ورکوي او زیاتوي چې، د تخنیکي ستونزو له امله لا تراوسه پر دې نه دي بریالی شوي چې، د مرکز ګرمیو له اړخه د یادې سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل کړي.
د مکروریانونو د ساتنې او مراقبت تخنیکي او عملیاتي رییس، مجاهد انصار وايي: «موږ څو ځله هڅه وکړه چې د تودوخې سیسټم فعال کړو، خو د تخنیکي ستونزو له امله بریالي نه شو. اوس د دغو ستونزو د حل لپاره کار روان دی او ډېر ژر به سیسټم فعال شي.»
د مکروریانونو د ساتنې او څارنې ریاست د معلوماتو لمخې، په تېرو وختونو کې چې مرکز ګرمۍ فعالې وې؛ هره ورځ د کورونو له هر متر مربع څخه ۸ افغانۍ اخیستل کېدې؛ خو اوس د سیستم په بدلېدو سره په دې بیه کې هم کمښت راشي.
لومړی نظر وکړئ on "د مکروریانو اوسېدونکي د مرکز ګرمیو په فعالېدو کې له ځنډه شکایت کوي"