د ناورینونو دوام؛ له ایرانه را ایستل شوي اوس له روغتیایي ستونزو کړیږي

-1
4

د ناورینونو دوام؛ له ایرانه را ایستل شوي اوس له روغتیایي ستونزو کړیږي

له ایرانه را ایستل شوي افغانان په پولو او پنډغالو کې له ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخ شوي دي. 

ځینې دغه راستانه شوي ګرمۍ وهلي او ځینې نور بیا له نورو ناورغیو سره لاس او ګرېوان هیواد ته را اړول شوي دي.

حبیبه چې د کندوز اصلي اوسېدونکې ده، تازه تر درېیو کلونو وروسته له ایرانه را ایستل شوې او د خپل ناروغ خاوند او کوچني ماشوم سره د کابل په پنډغالي کې خپل اصلي سیمې ته د لېږد په تمه ده. 

حبیبه په پنډغالو کې د ستونزو په اړه وایي: «زما خاوند د سر، معدې او پښو له دردونو کړیږي، په ډېرو سختیو سره یې له کوټې بهر وباسو.» 

خو د عامې روغتیا وزارت وایي، په اسلام کلا بندر کې یې را ایستل شویو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یوولس روغتیایي مرکزونه فعال کړي دي.  

د عامې روغتیا وزارت ویاند،  شرافت زمان امرخېل و ویل: «د عامې روغتیا وزارت له لوري د هرات په اسلام‌ کلا بندر کې ۱۱ روغتیايي مرکزونه فعال شوي، چې ۱۲۰ کارکوونکي پکې هېوادوالو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.»

له ایرانه د افغانانو د جبري ایستلو او له دوی سره د ایراني پولیسو ناوړه چلن د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو اندېښنې را پارولې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ناورینونو دوام؛ له ایرانه را ایستل شوي اوس له روغتیایي ستونزو کړیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*