د نجونو د زده‌کړو د بندیز دوام؛ ۴.۶ میلیونه ماشومان زده کړو ته لاسرسی لري

💬0

د نجونو د زده‌کړو د بندیز دوام؛ ۴.۶ میلیونه ماشومان زده کړو ته لاسرسی لري

ملګري ملتونه وایي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې  ۴.۶ میلیونه ماشومانو زد‌کړو ته لاسرسی موندلی دی.
د دې سازمان په وینا، له دې ډلې ۲.۷ میلیونه هلکان او ۱.۹ میلیونه نجونې دي.
خو ملګرو ملتونو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدکړو پر دوامداره بندیز اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دا بندیز په افغانستان کې د بشري پانګې د عادلانه پراختیا پر وړاندې تر ټولو لوی جوړښتي خنډ بلل کېږي.

ملګري ملتونه وايي: « لهدېمحدودیتونو سره  سره،پهځینوبرخوکېدزدکړوخدمتونووړاندېکولوپراخپوښښدرلود. پهټولیزډول۴.۶میلیونهماشومانودملاتړلهلارېعموميزدکړوتهلاسرسیموندلی،چېپکې۲.۶میلیونههلکاناو۱.۹میلیونهنجونېشاملېدي؛داشمېرله کلنيهدفپهڅرګندډوللوړدیاودبنسټیزوزدکړولپارهدپرله پسېتقاضاڅرګندونهکوي.»

د اوچا سرپرست، تاج ‌الدین اویوالي هم وايي: « په راتلونکي کې، ملګري ملتونه ژمن دي چې په دې هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د خپلو اصولو پر بنسټ هغه محدودیتونه مدیریت کړي چې لا هم د نجونو او ښځو پر وړاندې موجود دي. موږ باور لرو چې د تمویلوونکو، ځایي بنسټونو او ټولو شریکانو په همکارۍ به د افغانستان راتلونکی روښانه وي.»

دغه سازمان زیاته کړې چې په هېواد کې لګول شوی محدودیت، کم‌عمره نجونې له رسمي زدکړو محروموي او د وختي ودونو پر لور یې بیایي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د نجونو د زدکړو محدودیت د ټولنې پر بنسټ پر بدیلو ښوونیزو لارو فشار هم زیات کړی دی.

یوه زده‌کوونکې، سمیه نوري وایي: «هر انسان د خپل زېږون له وخته ارمانونه لري او خلک د خپلو موخو او هیلو لپاره ژوند کوي؛ نو د افغانستان نجونې هم داسې ارمانونه لري چې باید ورته ورسېږي.»

په ورته مهال، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د زد‌کړو پر اهمیت په ټینګار سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي.

زبیر صدیقي، د کابل اوسېدونکی، وایي: «نجونې باید په خپلو زده‌کړو بوختې وي، ځکه ټولنه د ښځو او نارینه‌وو دواړو لوستو قشرونو ته اړتیا لري.»

شیراحمد، د کابل بل اوسېدونکی، وایي: «زما غوښتنه د اسلامي امارت له مسوولینو څخه دا ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او هغوی ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال په لومړۍ میاشت کې ډېر هلکان او تر شپږم ټولګي ښکته نجونې ښوونځیو ته ولاړې؛ خو اسلامي امارت سږکال هم د تېرو کلونو په څېر له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زد‌کړو په اړه څه نه دي ویلي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د نجونو د زده‌کړو د بندیز دوام؛ ۴.۶ میلیونه ماشومان زده کړو ته لاسرسی لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*