
د نجونو پر زدهکړو بندیز په اړه د یونیسف خبرداری
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق په یوه تازه راپور او ارزونه کې خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار محدودیتونه به په افغانستان کې د څه باندې ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمښت لامل شي.
د راپور له مخې، دا وضعیت نه یوازې د ښوونې او روغتیايي خدمتونو د کمزوري کېدو سبب کېږي، بلکې د ماشومانو پر راتلونکې او د هېواد پر ټولنیز ثبات به هم جدي اغېزې ولري.
په دې ارزونه کې همداراز ویل شوي چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې څخه ۱۷.۷ سلنې ته راکمه شوې ده.
د یونیسف په راپور کې راغلي:«په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار محدودیتونه ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څه باندې ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له لاسه ورکولو لامل شي. د یونیسف د نوې شننې پر بنسټ، افغانستان له دې خطر سره مخ دی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۲۰ زره پورې ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ د روغتیايي برخې ښځینه کارکوونکې له لاسه ورکړي، ځکه د ښځو پر زدکړو او کار بندیزونه لاهم دوام لري.»
دغه راز، د ښځو د حقونو فعاله، ممتاز یوسفزۍ وايي: «په افغانستان کې سواد یوه ډېره مهمه او اړینه موضوع ده، ځکه چې د ټولنې نیمایي برخه ښځې جوړوي. زدهکړه، تعلیم او روغتیايي برخه د نجونو او ښځو لپاره په ټولنه کې یوه جدي اړتیا ده.»
د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر راهیسې تر اوسه نږدې یو میلیون نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې شوې دي او که دا وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به له دوو میلیونو څخه ډېرې نجونې له زدهکړو بېبرخې شي.
په همدې حال کې، یو شمېر نجونې زدهکوونکې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او د ښځو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرېدو ټینګار کوي.
زدهکوونکې، مروه نوري وايي: «زما غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې د مکتبونو دروازې بېرته پرانیزي او نجونو ته د هلکانو په څېر د زدهکړې حق ورکړي.»
محصله، نازیلا هم په ورته نظر ده: «له اسلامي امارته غواړم چې نجونو ته د زدهکړې اجازه ورکړي، د پوهنتونونو او مکتبونو دروازې پرانیزي، تر څو موږ وکولای شو په راتلونکي کې بریالۍ ډاکترانې او ښوونکې ولرو.»
که څه هم اسلامي امارت په دې وروستیو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي، خو تل یې په هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو پر تأمین ټینګار کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "د نجونو پر زدهکړو بندیز په اړه د یونیسف خبرداری"