
د هرات د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکي وایي د ژوند له لومړنیو اسانتیاو بېبرخې دي
د هرات د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د ژوند له لومړنیو اسانتیاو بېبرخې دي او د دې ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې نه ښوونځي شته او نه هم روغتیايي کلینیکونه.
دوی وایي، د ښوونځیو کمښت، د روغتیايي کلینیکونو نشتون، د سړکونو خرابوالي او د څښاک پاکو اوبو کمښت یې ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
د هرات د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکی، محمدقاسم وایي: «زموږ په سیمو کې هېڅ روغتون نشته. کله چې ناروغ د ولسوالۍ مرکز ته لېږدوو، لار ډېره خرابه وي او تر رسېدو مخکې ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي.»
د ګلران ولسوالۍ بل اوسېدونکي، عبدالرحیم و ویل: «په ټوله ګلران ولسوالۍ کې د خلکو ستونزو، په ځانګړې توګه د سړکونو ستونزې، ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې. د ولسوالۍ عمومي سړک هم ډېر خراب دی.»
دوی زیاتوي چې د سړکونو د خرابوالي له امله ناروغان ډېر وخت روغتیايي مرکزونو ته تر رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ځایي خلکو په خبره، د څښاک پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره له درې تر څلور کیلومتره مزل کوي.
د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکی، احمدي محمودي وایي: «زموږ تر ټولو لویه ستونزه د څښاک اوبه دي. ماشومان له درې تر څلور کیلومتره مزل کوي او اوبه راوړي.»
ځینې ادارې او مرستندویه بنسټونه هڅه کوي چې د ګلران ولسوالۍ له اوسېدونکو سره مرسته وکړي.
له دې ډلې یوه هم د افغاني سرې میاشتې ټولنه ده چې تېره اوونۍ یې د نږدې درې کاله مخکې زلزلې زیانمنو شویو کورنیو لپاره ۶۰ نوي کورونه جوړ او وسپارل.
په هرات کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پېښو مسوول، فیض احمد محمدي و ویل: «موږ هڅه کوو چې د خلکو د اړتیاو له مخې، په دې او نورو کلیو کې هغه خدمتونه وړاندې کړو چې د خلکو د ژوند ستونزې ورسره هوارې شي.»
ګلران د هرات ښار په شمال لویدیځ کې یوه لرې پرته او محرومه ولسوالي ده.
د دې ولسوالۍ د سړکونو خرابوالي له امله یې اوسېدونکي، په ځانګړي ډول ژمي کې، هرات ښار ته په تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.ش
لومړی نظر وکړئ on "د هرات د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکي وایي د ژوند له لومړنیو اسانتیاو بېبرخې دي"