د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورښتونو ته د هېوادوالو هیلې

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورښتونو ته د هېوادوالو هیلې

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تېره ورځ د کال لومړۍ واوره ورېدلې، چې ورسره هم مهاله اباد کال ته د بزګرانو هیلې زیاتې شوې دي.

د هیواد ځینې سیمې چې روان کال سختې وچکالۍ ځپلي، بزګران یې د واورې ورېدو ته خوښ او  راتلونکي کال ته یې هیلې زیاتې شوې دي.

یوه له دغه راز سیمو د  میدان وردګ د جغتو ولسوالۍ ده چې سږ کال تر ټولو سختې وچکالۍ ځپلې او ډیری کروندې یې زیانمنې، کاریزونه او څاګان وچې شوې، بزګران یې د کال دغه لومړۍ واورې ته خوښ دي.

دوی هیله من دي، چې د دغو ورښتونو دوام به د راتلونکی کال د حاصلاتو لپاره ګټور وي.

د جغتو ولسوالۍ کروندګر محمد اکبر و ویل: «د خوړو له لګښتونو مو یو څه سپما کړي وو او په هغو مو خپل کښتونه کړي خو هغه له منځه ولاړل اوهېڅ ګټه یې ونه کړه.»

ځایي اوسېدونکي او روغتیاپالان وایي، د سږنیو وچکالیو او د ورښتونو د بې سارې کمښت له امله بېلابېل ډوله ویروسي او میکروبي ناروغۍ زیاتې شوې دي.

دوی زیاتوي چې دغه ورښتونه به نه یوازې د وچکالیو د اغیزو کمښت کې ګټور وي، بلکې د هوا او ګردجن چاپیریال په پاکیدو سره به بېلابېلې ناروغۍ هم له منځه یوسي.

میدان وردګ کې روغتیاپال، حبیب الله و ویل: «سږ کال ډېری کسان د وچکالۍ، ککړې هوا او د تودوخي لوړې درجې له امله ناروغان شوي وو او دا چې اوس د کال لومړۍ واوره وشوه، نو دغه ناروغۍ به کمې کړي.»

د میدان وردګ سربېره، غزني، لوګر، بامیان او د هیواد ګڼو نورو ولایتونو کې هم ورښتونه شوي. 
ځینې نور هیوادوال بیا د ژمي په ساړه موسم کې د اړمنو کورنیو پر لاسنیوي ټینګار کوي.

د غزني اوسېدونکي، حیات الله تکل و ویل: «طبیعي ده چې واورې به د وچکالۍ کچه کمه کړي او غزني کې به تر ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه کړي.»

د لوګر اوسېدونکي، مصطفی و ویل: «نن د لوګر هوا باراني ده او سبا د واورې وړاندوینه شوې، نو دغه راز وضعیت کې سوداګر باید د بې وزلو لاسنیوی وکړي او ورسره مرستې وکړي.»

که څه هم واوره یو الهی نعمت بلل کیږی، خو د ژمي په سړه هوا کې د لارو د بندښت، د برېښنا پرې کېدو او دغه راز د ناچاره کورنیو په اړه؛ هغه چې د خپلو کورونو د ګرمولو توان نلري اندیښنې زیاتیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورښتونو ته د هېوادوالو هیلې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*