د هېواد په کچه د کانکریټي خنډونو له لرې کولو د کابل اوسېدونکو هرکلی

1
0

د هېواد په کچه د کانکریټي خنډونو له لرې کولو د کابل اوسېدونکو هرکلی

د کابل ښار اوسېدونکي زیاتوي چې د کانکریټي خنډونو نه یوازې د ښار په ډېری برخو کې ښاري فضا محدوده کړې، بلکې د ټرافیکو او ګڼې ګوڼې د زیاتوالي لامل هم شوي دي. 

د کابل اوسېدونکې، صفیه، په دې اړه وايي: «د ښار بڼه همدغو کانکریټي دیوالونو ډېره خرابه کړې وه، اوس چې د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت دا اقدام کړی، دا ډېر ښه ګام دی.»

د کابل یو بل اوسېدونکی، محمد عارف، طلوع نیوز ته وايي: «د کوڅو لارې بندې وي، خلک به کور ته تلل یا به بل ځای ته تلل، نو اړ وو چې خپله لاره بدله کړي.»

د کابل یو شمېر نور اوسېدونکي هیله‌من دي چې دا بهیر یوازې په کابل پورې محدود پاتې نه شي، بلکې په نورو ولایتونو کې هم پلی شي څو د ښارونو فضاوې خلاصې او ښاري ژوند اسانه شي. 

د کابل ښار اوسېدونکې، خالده هم وايي: «دغو خنډونو ډېرې ستونزې جوړې کړې وې، لکه کله چې لارې تړل کېدې یا هم سړکونه یې تنګ کړي وو.»

 د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع په دې اړه وايي: « د دې ډول خنډونو شتون او لیدل، د دې ترڅنګ چې د ښار اوسېدونکو لپاره مزاحمت جوړوي او د ټرافیک نظم ګډوډوي، د ښار ښکلا هم تر اغېز لاندې راولي. د دوی لرې کول د همدې ستونزو د حل او د کابل ښار او د ولایتونو د نورو ښارونو د بڼې د ښه کېدو لپاره دي.»

دا په داسې حال کې ده چې پرون، د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې او د کورنیو چارو وزیر د لارښوونې له مخې، په ټول هېواد کې د کانکریټي خنډونو د لرې کولو بهیر پیل شو. 
مسوولانو د دې اقدام موخه د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ د اسانتیا برابرول بللي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هېواد په کچه د کانکریټي خنډونو له لرې کولو د کابل اوسېدونکو هرکلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*