د هېواد ۲۶ ولایتونه له نوري فایبر سره نښلول شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، د هېواد ۲۶ ولایتونه له نوري فایبر سره نښلول شوي دي. 

د دغه وزارت ویاند وایي، دمګړۍ د هېواد ۷ برخې د ګاونډیو هېوادونو له لارې له نوري فایبر سره وصل دي او په خبره یې، ځینې نور هېوادونه هم دغه برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي و ویل: « تر دې مهال د هېواد ۲۶ولایتونه له نوري فایبر سره نښلول شوي دي او موږ تېره ورځ فراه ولایت هم دغې شبکې سره ونښلوه. د افغانستان خلک کولای شي له دغو خدماتو ګټه واخلي.»

عنایت الله الکوزی دغه راز زیاتوي چې دوی هڅه کوي دا خدمتونه پاتې ولسوالیو او ولایتونو ته هم پراخ کړي.

هغه په دې اړه زیاته کړه: « موږ د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونو ګډون په اوو برخو کې له نوري فایبر سره وصل یو.»

یو شمېر هېوادوال او د اقتصادي چارو شنونکي د هېواد لرو پرتو سیمو ته د انټرنیټي خدمتونو پراخول مهم بولي او له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارته غواړي چې د انټرنیټ د بیې د راټیټولو او د کیفیت د لوړولو لپاره دې لا ډېر کار وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي و ویل: « د نوري فایبر پراختیا کولای شي د کیفیت او چټکتیا زیاتوالي په ګډون چې د کار او کسب ښه کېدو لامل کیږي د افغانستان پر اقتصاد اغېز وکړي. د بیو ټیتوالی د الکټرونیکي سوداګرۍ د زیاتوالي لامل کیږي.»

د کابل اوسېدونکي، محمد هم و ویل: « زموږ غوښتنه دا ده چې د انټرنټ بیې او کیفیت ته دې پاملرنه وشي.»

د هېواد د يو شمېر ولسوال

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هېواد ۲۶ ولایتونه له نوري فایبر سره نښلول شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*