
د واورې او باران شدید ورښت ۱۱ تنه مړه کړي
د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې ویلي، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو، په ګډون د پروان، بامیان، میدانوردګ، کندهار، جوزجان او فاریاب کې د باران او واورې د شدید ورښت له امله ۱۱ تنه مړه او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د دې ادارې مسوولان ډاډ ورکوي، چې له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې به زیانمنو ته پر وخت رسېدنه وشي او اړمنو کورنیو ته به خوراکي او غیرخوراکي مرستې و وېشل شي.
د ټولګټو وزارت بیا وايي، د درنو واورو، دوامداره توپانونو او بادونو له امله، د سالنګ لویې لارې په ګډون، په هېواد کې یو شمېر لویې لارې او سړکونه په لنډ مهالې توګه د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.
د یاد وزارت د ویاند په وینا، د هوا خرابوالي د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو تګ راتګ ستونزمن کړی دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې هڅه کوي د خپلو کارکوونکو او قراردادی شرکتونو په همکارۍ بندې شوې لارې پاکې او د ترافیکو پر مخ پرانیزي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس په دې اړه وايي: « د سالنګونو په ګډون، د بامیان، ډایکندي، غور، خوست، پکتیا، میدانوردګ او غزني لارې د واورې د ورښت او دوامدارو توپانونو له امله د ټرافیک پر مخ تړل شوې دي.»
د سالنګ لویه لاره، چې د هېواد یو له مهمو لارو څخه ده، د درنو واورو او تیزو بادونو له امله تړل شوې او تګ راتګ ورباندې بند دی.
موټر چلوونکی، امیر داسې وايي: « موږ د مزارشریف پر لور په حرکت کې وو، خو له پرون راهیسې تر اوسه واوره ډېر په شدت ورېږي او د سالنګ لویه لاره په بشپړه توګه تړل شوې ده.»
د کابل اوسېدونکی، عنایت الله هم وايي: « دوه ورځې کېږي چې په سالنګ کې بند پاتې وو. د تګراتګ اجازه را نه کړل شوه او اړ شوو بېرته کابل ته راوګرځو.»
د لارو بندیدل نه یوازې د ټرافیکي ستونزو او د مسافرینو ځای پر ځای کېدل رامنځته کوي، بلکې کولی شي په سیمه ییز اقتصاد، د توکو لیږد او لرې پرتو سیمو ته د خدماتو وړاندې کولو باندې هم منفي اغیزه وکړي.
په ورته مهال، د میدان وردګو یو شمیر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د لویو لارو بیا پرانیستلو ته جدي پاملرنه وکړي.
د میدان وردګو اوسېدونکی، سعید الرحمن احمدي هم په دې اړه وايي: « له تېرې ورځې راهیسې چې د واورې ورښت پیل شوی، د ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوې دي او خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.»
افغانستان د غرنیو سیمو او سخت ژمي په لرلو سره تل په مهمو لارو، په ځانګړې توګه د هیواد په شمال او سویل کې له ټرافیکي ستونزو سره مخ کیږي.
د سالنګ لویه لاره، چې د شمالي ولایتونو او کابل ترمنځ یو له مهمو ټرانزیټي او نښلونکو لارو څخه ده، ډیری وخت په ژمي کې د هوا د سړښت او درنو واورو له امله بندیږي.
لومړی نظر وکړئ on "د واورې او باران شدید ورښت ۱۱ تنه مړه کړي"