
د وچې مېوې سوداګر د پاکستان له لوړې تعرفې او واګه له تړل پاتې کېدو سرټکوي
د کندهار یو شمېر سوداګر وایي چې ګاونډي هېوادونه باید سواګریز مسایل له سیاسي مسایلو سره ونه تړي.
د کندهار د وچي مېوې سوداګر وایي، دا مهال د واګه بندر د تړل کېدو او پاکستان د لوړو تعرفو له امله صادراتو برخه کې له ستونزو سره مخ دی.
سوداګر وایي حکومتونه باید سوداګري د سياست قرباني نکړي.
کندهار کې د وچي مېوې سوداګر، یعقوت شاه په دې اړه داسې وايي: «له بده مرغه د هند او پاکستان ترمنځ خپلمنځي ستونزې دي چې زيان يې ټولو سوداګرو او بېوزله افغانانو ته رسیږي، موږ له اسلامي امارته غواړو، چې دغه ستونزې حل کړي او دولت هم باید سياست او اقتصاد سره بېل کړي».
د وچي مېوې یو بل سوداګر، نعمت الله کندهاری هم وايي: «زموږ غوښتنه له حکومته دا ده، چې موږ ته د صادراتو برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي، ځکه حاصلات زيات او د لارو برخه کې له ستونزو سره مخ يوو».
همدا راز حيات الله چې ورته کار و بار کوي خپل نظر داسې شریکوي: «د لارو د بندېدو او لوړو تعروفو له امله د کندهار د وچې مېوې صادرات کم دي او سوداګر او بڼوال له ستونزو سره مخ دي»
بلخوا د کندهار د وچي مېوې ټولنه وایي، هڅه کوي د زيانونو د مخنیوی لپاره د بندر عباس له لاري بهر ته د وچي مېوې صادرونکو ته اسانتیاوو برابرولو کې مرسته وکړي.
د کندهار د وچې مېوې ټولنې مشر، عبدالاحمد صديقي هم وايي: «زموږ صادرات واقعآ له ستونزو سره مخ دي، او که بندر عباس کې امکانات زيات نشي، نو زموږ به صادرات ۶۰ سلنې زيانمن شي، خو موږ د ستونزې د هواري په لټه کې يوو».
دا په داسي حال کې ده، چې تازه له کندهاره سل ټنه اينځر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي او مسوولين په دې برخه کې د اسانتیاو د زياتوالي ډاډ ورکوي.
لومړی نظر وکړئ on "د وچې مېوې سوداګر د پاکستان له لوړې تعرفې او واګه له تړل پاتې کېدو سرټکوي"