
د پاکستان د لارو تر تړل کېدو وروسته، اوس هرات کې پرمختللي عملیات ترسره کیږي
د هرات د عامې روغتیا ریاست وایي، د ناروغانو پر مخ د پاکستان د لارو تر تړل کېدو وروسته، دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره ځینې پرمختللي او پېچلي جراحي عملیات پیل شوي دي.
د مسوولینو په خبره، د دماغ او نخاعي رګونو د تومورونو جراحي، د مرۍ او معدې د سرطان جراحي، د سږو او ځيګر د سرطان جراحي او د ژامې او تايرايډ د سرطاني تومورونو لرې کول هغه جراحي دي چې دغه ولایت کې تازه پيل شوې دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال، غلام محمد حنیفي و ویل: «هغه عملیاتونه چې مخکې به زموږ هېوادوالو بهر کې ترسره کول، اوس د رامنځته شویو فرصتونو او د افغان متخصصینو د علم کچې د لوړېدو له امله په هرات کې ترسره کیږي. اوس ډېر کم داسې ناروغان پیدا کیږي چې د درملنې لپاره بهر ته لاړ شي.»
د عصبي جراحۍ متخصص، محمدیونس اقبال و ویل: «دا عملیات په ټوله نړۍ کې نادر دي او دا ډول جراحي تر ډېره په اروپایي هېوادونو او امریکا کې کیږي. په ګاونډیو هېوادونو کې دا ډول عملیات ډېر کم ترسره کیږي.»
شګوفه یوه له هغو ناروغانو ده چې غوښتل یې د درملنې لپاره پاکستان ته ولاړه شي خو دا چې لارې بندې وې، درملنه یې د هرات په یوه روغتون کې ترسره شوه.
شګوفه په دې اړه وایي: «زه حېرانه وم چې زما دا ناروغي به څنګه شي، خو خدای (ج) ډاکتر صاحب وسیله کړ او عملیات یې په ښه توګه ترسره کړ. اوس چې ښه شوې یم، ښه احساس لرم، څلور واړه لاسونه او پښې مې خوځېږي او خوشاله یم.»
د شګوفې خاوند، عبدالهادي و ویل: «دوه ځلي یې عکسونه واخیستل او ویې ویل چې په سر کې یې تومور دی، موږ ډېر اندېښمن شوو. غوښتل مو پاکستان ته لاړ شو، خو د پاکستان ویزه یې رانه کړه. بیا مو پرېکړه وکړه چې ایران ته ولاړ شو خو پنځه ورځې وړاندې مې د مېرمنې وضعیت خراب شو، دلته مو عملیات ورته عملیات وکړ.»
د هرات د عامې روغتیا ریاست زیاتوي، چې په وروستیو میاشتو کې لسګونه افغان متخصص ډاکټران له بېلابېلو هېوادونو بېرته هرات ته راستانه شوي دي.
چارواکي وایي، د هرات په روغتیايي برخه کې له وروستیو پرمختګونو سره، ګڼ شمېر ناروغان نور اړ نه دي چې د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.
لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان د لارو تر تړل کېدو وروسته، اوس هرات کې پرمختللي عملیات ترسره کیږي"