
د پاکستان پوځي رژیم برید کې له ټپیانو سره د کرېکټ د ملي لوبغاړو خواخوږي
د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولان او د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي نن (چهارشنبه) د ایمرجنسي او وزیر محمد اکبرخان روغتونونو ته د پاکستان د پوځي رژیم برید کې د ټپي شویو پوښتنې ته ورغلل.
د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایه مشر، نصیب خان ځدراڼ هم چې د ټپیانو لیدو ته ورغلي و وویل: «هڅه کوو چې لوبغاړي او هم اداري کارکوونکي له دغو ټپيانو سره مرسته وکړي.
دغه راز، د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، ګلبدین نایب وویل: موږ چې نن دلته راغلي وو، موخه مو له خپلو خلکو څخه ملاتړ دی.»
یادو لوبغاړو د خواخوږۍ ترڅنګ د ټپي شویو کورنیو سره نغدي مرسته هم وکړه.
د کرکټ ملي لوبغاړو دا برید غیر انساني، غیر اسلامي او د بشریت پر ضد جرم وباله او له نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې په هېواد کې پر ملکي وګړو د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو مخه ونیسي.
د کرکټ ملي لوبډلې، لوبډلمشر، حشمتالله شهیدي وویل: «په نړۍوالو سازمانونو غږ کوو چې د دې دردناکې پېښې پوښتنه وشي او راتلوونکې کې یې مخنیوی وکړي.»
دغه راز د ملي لوبډلې بل لوبغاړي، قیساحمد وویل: د پاکستان پوځي رژیم، زموږ هغه افغانان ووژل چې هغه معتادین وو، هغوی یې کورنۍ په تمه وې چې دوی به ښه شي، خو هغوی شهیدان شول.»
بل لورته بیا ټپي شوي د دوی له مرستو او ډاډګېرنې مننه کوي؛ خو ټینګار کوي، چې له جدي اقتصادي ستونزو سره د مخ کورنیو لاسنیوی باید زیات شي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو او مسوولینو د پاکستان دغه برید غندلی دی.
لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان پوځي رژیم برید کې له ټپیانو سره د کرېکټ د ملي لوبغاړو خواخوږي"