د پاکستان کورنیو چارو وزیر: ډیر ژر د افغان کډوالو د ایستلو دوېیم پړاو پیلیږي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې په افغانستان کې د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې مرستیال اندریکا رتواتي سره په کتنه کې ویلي چې ډیر ژر به له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو دوېیم پړاو پیل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۸ (سنبلې اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه ددغې کتنې په اړه د جزئیاتو پرمهال لیکلي چې ښاغلي نقوي د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ته ویلي چې پاکستان په دغه هیواد کې د اوږدو کلنو راهیسې د میلیونو افغانانو کوربتوب کړی، خو اوس خپل وطن ته د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنولو بهیر پیل شوی دی.

محسن نقوي ویلي: “د قانوني اسناد لرونکو کډوالو پرخلاف هیڅ اقدام نه ترسره کیږي. د ویزې او نورو اسنادو نلرونکي [افغان کډوال] چې په پاکستان کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري د افغان کډوالو د ستنولو دوېیم پړاو ژر پیلیږي”.

همداشان د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په نقش باندې ټینګار کړی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې مرستیال اندریکا رتواتي د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د ونډې او د دوحې ۳ غوندې د خبرو څخه مننه کړې ده.

اندریکا رتواتي ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د افغان کډوالو د دایمي میشتیدو په برخه کې د ا.ا. د حکومت سره همکاري کوي.

د پاکستان د کورنیوچارو وزیر له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو د دوېیم پړاو د پیلیدو دا خبر په داسې حال کې ورکړی چې ملګرو ملتونو د راپور له مخې د۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې څخه د روان ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې تر ۳۰ ورځې نږدې ۶۵۱ زره افغان کډوال د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان لنډمهاله حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په پیل کې په دغه هیواد کې میشتو۱.۷ میلیونو د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ته د همدې کال د نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړی وو، چې له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به ونیول شي او په ډله ییز ډول به خپلو هیوادونو ته وشړل شي. ملګرو ملتونو د راپور له مخې ددغه شمیر ۱.۴ میلیونه يې افغانان وو.

د ملګرو ملتونو د شمیر له مخې اوس مهال ۳.۱ میلیون افغان کډوال په پاکستان کې دیره دي، چې ددې شمیر ۱.۳ میلیونه یې د اوسیدانې هیڅ قانوني اسناد نلري او پاتې نور افغان کډوال د کډوالۍ د اسنادو په ګډون د موقتي اوسیدانې یا (پي او ار) او افغانستان د اوسیدونکو ( اې سي سي) کارتونو په ګډون د اوسیدانې قانوني اسناد لري.

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۴ کال د جولاې د میاشتې په لسم (چنګاښ ۲۰) په دغه هیواد کې د “او پي ار” کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسیدانې موده یو بل کال لپاره وغځوله.

د پاکستان حکومت له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو دا لړۍ وروسته له هغې پیل کړه چې ددغه هیواد امنیتي ادارو په تروریستي بریدونو کې د افغانانو د لاس لرلو اداعاوې وکړې.

د پاکستان د پوځ په ګډون ددغه هیواد یو شمیر زیاتو حکومتي چارواکو د ا.ا. پر حکومت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډلې ته د پټنځایو د برابرولو او ددغې ډلې له خوا پر پاکستاني امنیتي مرکزونو د افغانستان له خاورې د بریدونو د تنظیمولو ادعاوې کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو دغه چارواکي سره په کتنه کې هم ورته ادعا کړې ده. ددغه وزارت په اعلامیه کې ویلي: “د تحریک طالبان پاکستان ډله د افغانستان له خاورې پر پاکستان باندې د بریدونو لپاره کار اخلي، په هره بیه چې کیږي باید چې مخه یې ونیول شي”.

خو د ا.ا. حکومت په پرله پسې ډول د اسلام اباد دا ډول ادعاوې ردې کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کو بل هیواد پر خلاف وکاروي.

د ا.ا. د حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۸ (سنبلې اووم) کابل کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د وسله والو د شتون په اړه اسلام اباد په پرله پسې ډول ادعاوې کړي، خو تراوسه په دې برخه کې یې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

فطرت وویل چې پاکستاني طالبان د دغه هیواد په دننه کې مرکزونه لري او ځینې سیمې یې تر کنټرول لاندې هم دي او له هغو سیمو په دغه هیواد کې بریدونه ترسره کوي.

هغه وویل: “هیڅوک دا نشي ثبتولی چې ټي ټي پي د افغانستان په کومه برخه کې خپل مرکزونه ولري او لکه څنګه چې اسلامي امارت [ا.ا. حکومت] ژمنه کړې د افغانستان له خاورې په هیڅ کوم هیواد برید نه ترسره کیږي، دغه ژمنې ته پابند دی او که چیرې [ټي ټي پي] په افغانستان کې حضور ولري دې ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه عملیات تنظیم کړي او په پاکستان باندې بریدونه وکړي”.

د ا.ا. د حکومت دغه چارواکي د نیوکې په توګه وویل چې دا لازمه نه ده پاکستاني چارواکي په پرله پسې ډول د خپلې کمزورۍ پړه پر افغانستان باندې واچوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان کورنیو چارو وزیر: ډیر ژر د افغان کډوالو د ایستلو دوېیم پړاو پیلیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*