د پکتیا اوسېدونکي وایي، د کورونو د جوړولو اجازه دې ورکړ شي

د پکتیا اوسېدونکي وایي، د کورونو د جوړولو اجازه دې ورکړ شي

د رسمي شمېرو له مخې د ځمکو غصب د مخنيوي کميسيون له لوري پکتيا کې ۱۵۰ زره جريبه ځمکه تر بيا کتنې لاندې ده، چې هم مهاله پکې خلک له کرنيزو او ودانيزو چارو منع شوي دي.

د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی ۵۰ کلن حکيم يو له هغو کسانو دی چې ګردېز کې په پيسو اخيستل شوې ځمکه کې يې نيم کور جوړ او د پاتې چارو له بشپړولو  منع شوی، وايي د نوي کور جوړولو ته جدي اړتيا لري.

هغه له طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: «موږ غواړو دلته یوه کوټه جوړه کړو، هلته ډېر په تنګ یو. بل ځای هم نه لرو. له طالبانو موږ هیل کوو چې موږ ته د کار اجازه راکړې ځکه د سرپناه ځای نه لرو په خپل کور کې ډېر په تنګ یو. په دوو کوټو کې درې وروڼه اوسو.»

د پکتيا يو شمېر نور اوسېدونکي بيا وايي د کډوالو په راتګ سره د استوګنې کورونه په سختۍ پيدا کيږي او غوښتنه کوي چې هر څومره ژر پر دغو ځمکو د کورونو جوړولو اجازه ورکړل شي.

د پکتيا اوسېدونکی محمد ګل په دې اړه وایي: «موږ دا غوښتنه لرو چې دا راڅخه وران نکړي او نورې مرستې هم راسره وکړي. موږ غواړو چې زموږ کلیوال او راستانه شوي دلته ځای پر ځای کړو.»

د پکتيا بل اوسېدونکی لعل محمد داسې وایي: «د کورنو د جوړولو اجازه باید ورکړي ځکه کورونه نه پیدا کیږي. کډوال راروان دي خو کورونه نشته. تېره ورځ ټېلر په سړک ولاړ و خو کور نه ورته پیدا کېده.»

خو مسوولين وايي، د خلکو او دولت د حقونو د خونديتوب لپاره په دقت کار کوي او ځينې اسناد څېړي چې وخت ته اړتيا لري.

د پکتيا کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رييس او پکتيا کې د ځمکو غصب د مخنيوي کميسيون مشر سيد امين هاشمي وایي: «د خلکو د ځینو اسنادو څېړل وخت غواړي او بېلابېلو ادارو پسې تړلي وي. خلک دې د اسنادو پوښتنه له ټولو اړوندو ادارو وکړي. موږ په دې برخه کې پوره دقت کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په بېرته راستنېدو سره د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې د استوګنې کورونو له لوړو کرايو او نه پيدا کيدو شکايتونه شوي خو د کنټرول لپاره يې تازه عدليې وزارت د يوې ګډې کميټې له جوړولو خبر ورکوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پکتیا اوسېدونکي وایي، د کورونو د جوړولو اجازه دې ورکړ شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*