د ژمي رارسېدو سره د نورو تر څنګ د برېښنا ستونزې هم کابل مېشتي اندېښمن کړي
د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، د ژمي له رارسېدو سره د برېښنا پرچاویانې زیاتې شوي او ډېری وخت له برېښنا بې برخې وي.
دوی وایي، دغې ستونزې یې په ژمي کې ژوند ستونزمن کړی دی.
د کابل د اوولسمې ناحیې اوسېدونکي، محمد سیام و ویل: «برېښنا نشته، یواځې لس یا پنځلس دقیقې راځي، بیا بېرته پرې کیږي. د برېښنا د تامین لپاره هېڅ بنسټیز کار نه دی شوی. کارخونې، شرکتونه، کورونه، ټول له برېښنا سره تړلي دي.»
د کابل د لسمې ناحیې اوسېدونکي، احمد علي و ویل: «په ۲۴ ساعتونو کې که یو یا دوه ساعته برېښنا وي، نوره نه وي. د ډوډۍ او لمانځه پر وخت هېڅ برېښنا نه وي. کله چې ویده کیږو، برېښنا راځي، هغه وخت په برېښنا څه وکړو.»
د کابل اوسېدونکي د تل په څېر له حکومت د دغې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د کابل د اوومې ناحیې اوسېدونکي، خالد په دې اړه و ویل: «زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې څنګه یې ویلي و چې برېښنا ډېره وۍ، ژر باید دغه برخه کې اقدام وکړي.»
خو د افغانستان برېښنا شرکت بیا وچکالي او د کډوالو راستنېدل، د برېښنا د کمښت لاملونه یادوي او وايي، د پلازمېنې اوسېدونکو ته د ۲۴ ساعته برېښنا د برابرولو لپاره هڅې روانې دي.
د برشنا شرکت ویاند، محمد صادق حقپرست و ویل: «د دغه سیسټم د بیارغونې لپاره میلیاردونو افغانیو پانګونې ته اړتیا ده. برېښنا شرکت اړ دی چې د افغانستان ټول سیسټم نوی کړي، چې له کابل مو پیل کړی دی. تر اوسه ۴۲ لینونه بدل شوي، پر ۱۷ نورو لینونو کار روان دی، ۶۷ لینونه له کابل څخه تر کندزه نوي شوي دي. چې سیسټم زوړ وي، د فشار پر مهال پرچاوی رامنځته کیږي.»
شنونکي په دې باور دي چې له خصوصي سکټور سره په ګډه همکارۍ حل لار رامنځته کیدایشي.
د افغانستان برېښنا شرکت پخواني رییس، امان الله غالب و ویل: «د افغانستان حکومت باید له خصوصي سکټور سره په ګډه هڅه وکړي چې له کورنیو سرچینو برېښنا تولید کړي. اوس موږ یوازې شل سلنې انرژي له خپلو کورنیو سرچینو تولیدوو. که په دې برخه کې پانګونه وشي او ځینې نړۍوالې ادارې همکاري وکړي، موږ کولای شو د افغانستان اړتیاوې له کورنیو سرچینو پوره کړو.»
د یادونې ده، چې هر کال د ژمي او اوړي په موسمونو کې د کابل اوسېدونکي د برېښنا له کمښت شکایتونه کوي.
لومړی نظر وکړئ on "د ژمي رارسېدو سره د نورو تر څنګ د برېښنا ستونزې هم کابل مېشتي اندېښمن کړي"