
د ژمي په درشل کې د موسمي ناروغیو زیاتېدل
د ژمي موسم په را رسېد سره؛ د ابن سینا روغتون مسوولین وايي چې د تېرو دوه میاشتو پرتله اوس د موسمي ناروغانو شمېر پنځوس سلنې لوړ شوی دی.
۶۵ کلنه بي بي شیرین هغه ښځه ده چې له تېرې شپې راهیسې د سینه بغل ناروغۍ د درملنې لپاره په روغتون کې بستر ده.
ناروغه، بي بي شیرین د خپل وضعیت په اړ وايي: « ژمی شوی او هوا سړه ده. د درملنې لپاره دلته راغلې یم. اوس ځان ښه احساسوم. درې ورځې کېږي چې معاینات مې کړي او درملنه هم شوې ده. د اکسیجن په مرسته زما حالت ښه شوی دی.»
بله ناروغه، امنه وايي: « له تېره ورځ راهیسې چې راغلي یو، زما روغتیا د پخوا پرتله لږه ښه شوې او درد مې کم شوی دی. خو کله چې له ځايه پورته کېږم، لاسونه او پښې مې رېږي.»
همدا راز یو بل ناروغ، بسم الله هم په دې تړاو وايي: « نزدې ۳۰ تر ۴۰ سلنې پورې ښه شوی یم. د اسانتیاوو له پلوه، داکتر صاحبان هره ورځ سهار زموږ پوښتنې ته راځي او د ناروغانو د خوښې مطابق د سهار نان ورکول کېږي.»
د هوا په بدلېدو او سړېدو سره، د کابل د ابنسینا په ثالثي او تخصصي روغتون کې پر موسمي ناروغیو په ځانګړې توګه د سینه و بغل پر ناروغیو د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی دی.
د ابنسینا د صدري او تخصصي روغتون رییس، فریدون رحماني خپل نظر دا ډول شریکوي: « د ۱۴۰۳ کال پرتله، په دې ورځو کې د تنفسي ناروغانو شمېر زیات شوی او د تېرو دوو میاشتو په نسبت پنځوس سلنې لوړ شوی دی.»
ډاکټران ټینګار کوي چې روغتیا ته په پاملرنه کې ناغېړي، د سړې هوا پر وړاندې نامناسبې جامې، د سالمو خوړو نه خوړل او د خپلسرو درملو کارول د ناروغیو د خپریدو اصلي لاملونه دي.
ډاکټر، عبدالودود باجوړي و ویل: « ډېرې دا ناروغۍ له ویروسونو رامنځته کېږي او هغه انټيبیوټیکونه چې خلک یې په خپل سر کاروي هېڅ ګټه نه لري. له ټولو هېوادوالو هیله کوو چې له خپلسري دواؤ څخه ډډه وکړي.»
یوه بله ډاکټره، مروه هم وايي: « د هوا ککړتیا، د هوا سړښت، د سګرېټ لوګی او دوړې هغه عوامل دي چې د نفستنګۍ د ناروغانو حالت لا پسې خرابوي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مسوولانو تل د هېواد ناروغانو ته د لا زیاتو خدماتو د وړاندې کولو ډاډ ورکړی و.
لومړی نظر وکړئ on "د ژمي په درشل کې د موسمي ناروغیو زیاتېدل"