
د ژمي په رانږدې کېدو سره د تازه راستنو شویو اندېښنې
له ایران او پاکستانه را ایستل شوي افغانان وايي، د ژمي په رانږدې کېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د سرپناه نه لرلو له امله ژمي ته اندېښمن دي.
دوی له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره د سرپناه، ژمنۍ مرستو د وېش او لومړنیو اړتیاو ته د لاسرسي اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
جمال چې له تازه له ایرانه را ایستل شوی، طلوعنیوز ته وایي: «نه کار لرو او نه عاید، څلور یا پنځه اولادونه لرم خو نور هېڅ امکانات نه لرو. حتی د یخنۍ لپاره مناسب کالي هم نه لرو. که حکومت له را ایستل شویو سره په ځانګړې توګه د ژمي په رانږدې کېدو سره مرسته وکړي، ډېره به ښه وي.»
نه یوازې ماشومان، بلکې لویان هم د کابل د راستنو شویو په پنډغالي کې د نا هیلۍ او د بې برخلیکۍ دروند بار په اوږو وړي.
له ایرانه را ایستل شوی، رحمتالله وایي: «نه کرايي کور لرم، نه کوم بله شتمنۍ، مخکې چې چیرته اوسېدم، هغه هم کرايي ځای و.»
له ایرانه را ایستل شوي، شیر علم و ویل: «که کار پیدا نه شي، ښایي بیا له خپلې کورنۍ سره په قاچاقي توګه تللو ته اړ شم، نه د اوسېدو ځای لرو او نه هم د خوراک لپاره څه لرو.»
که څه هم د را ایستل کېدونکو کډوالو شمېر ورځ تر بلې ډېریږي خو مسوولین وایي، د دې وضعیت د ښه مدیریت لپاره یې چمتووالی نیولی دی.
د کابل د بابا لوای پنډغالي امنیتي مسوول، ابولیث په دې اړه و ویل: «هوا یو څه سړه شوې خو انشاءالله موږ تدابیر نیولي دي. کمپلې، خېمې او نور امکانات چمتو دي. البته دا کسان به ډېر وخت دلته پاتې نه شي، او ژر به ولېږدول شي.»
لاهم نه ده مالومه چې دغه پنډغالي به را روان ژمي کې د کډوالو ستونزې تر کومې کچې حل کړي؛ خو کډوال وايي، که د سرپناه غم یې ونه خوړل شي؛ نو راتلونکی ژمی به پرې په زیاتې سختۍ تېر شي.
لومړی نظر وکړئ on "د ژمي په رانږدې کېدو سره د تازه راستنو شویو اندېښنې"