
د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا هڅې او د ۲۲ هوکړو لاسلیک
د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کنفرانس په کابل کې د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو او سلګونو سوداګرو په ګډون ترسره شو.
په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د اوزبېکستان د ۳۰۰ سوداګرو او پانګهوالو ګډون بېساری وباله او ویې ویل چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه تر ۵ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو کمول، په ځانګړې توګه د قرنطین او د توکو د تفتیش د بهیر اسانتیا، کولی شي د افغانستان صادرات زیات کړي.
نوموړي همداراز له ازبېک پانګهوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي وویل: «غواړو چې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم پنځه میلیارده ډالرو ته ورسېږي؛ که د ټرانزیټ برخه وي، که پانګونه او که سوداګري، دې موخې ته رسېدل ګډو هڅو او زیار ته اړتیا لري.»
په همدې حال کې، د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال، جمشید خواجهیوف وویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید یوازې په سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو پورې محدودې نه وي، بلکې د سوداګرۍ، پانګونې، ګډو پروژو او د خصوصي سکټور د همکارۍ له لارې لا پیاوړې شي.
هغه په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د انرژۍ، زېربناوو او ټرانسپورټ په برخو کې، د پانګونې فرصتونو ته اشاره وکړه.
جمشید خواجه یوف: «هر څومره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې پیاوړې وي، اصلي پایلې یې د سوداګرو په فعالیتونو، عملي پروژو، تړونونو او پانګونو کې څرګندیږي. نن افغانستان بدل شوی او د لویو او منځنیو پروژو د پلي کولو لپاره چمتو دی.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس هم دغه کنفرانس د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د نویو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره مهم ګام وباله او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکې اوس نوي پړاو ته داخلې شوې دي.
د یادې خونې رییس، سیدکریم هاشمي وویل: «د لوړپوړو پلاوو تګ راتګ، د سوداګرو سفرونه، د نندارتونونو جوړول او ګډې غونډې د افغانستان او اوزبېکستان د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو جدي اراده څرګندوي.»
په دې کنفرانس کې د کاغذ، تېلو، خوراکي توکو، غوړیو، مرمر ډبرو، تدارکاتو، ودانیزو چارو او لمریزې انرژۍ په برخو کې د نږدې ۱۳.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دا غونډه د دواړو هېوادونو د هغو هڅو یوه برخه بلل شوې چې موخه یې د اقتصادي همکاریو پراخول، د پانګونې زیاتوالی او د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا ده.
د کابل او تاشکند چارواکي هیله لري چې د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو په عملي کېدو سره به په راتلونکو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه پنځه میلیارده ډالرو ته ورسېږي
لومړی نظر وکړئ on "د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا هڅې او د ۲۲ هوکړو لاسلیک"