د کابل او مینسک د اړیکو د پراختیا هڅې؛ له سیاسي استازولیو تر سوداګرۍ

💬0

د کابل او مینسک د اړیکو د پراختیا هڅې؛ له سیاسي استازولیو تر سوداګرۍ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۸۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

په تېره څه باندې یوه میاشت کې د افغانستان اسلامي امارت درېیو وزیرانو بیلاروس ته سفرونه کړي دي.

دغه تګ راتګ د اقتصادي همکاریو ترڅنګ، د کابل او مېنسک ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراختیا هم متمرکز دی.

اوس‌مهال د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي په بیلاروس کې دي.

تر دې وړاندې، د روان کال د زمري په ۲۹مه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري هم دغه هېواد ته سفر کړی و.

په وروستي ځل نورالدین عزیزي د بیلاروس د بهرنیو چارو له وزیر ماکسیم ریژنکوف سره کتلي او د د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي استازولیو د جوړېدو په اړه یې خبرې کړې دي.

د بیلاروس د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي خلیل‌احمد نادم په دې اړه وویل: «روسیه د لویدیځو هېوادونو تر بندیزونو لاندې ده؛ له همدې امله افغانستان کولای شي د بیلاروس له لارې او په غیرمستقیم ډول له روسیې سره د ځینو راکړو ورکړو زمینه وڅېړي. همداراز، بیلاروس د یوه صنعتي او کرنیز هېواد په توګه کولای شي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړي.»

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر او بیلاروسي چارواکو په کتنو کې د افغانستان او بیلاروس د سوداګریز فورم د جوړېدو، د پانګونې فورم، د بانکي سیسټم د اسانتیا، سوداګرو ته د ویزو د ورکړې، د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا او د افغانستان د پنبې له تولیدي ظرفیته د ګټې اخیستنې په اړه هم خبرې شوې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۸۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

د دې خونې د عامه اړیکو امر احسان‌الله احسان په دې اړه وویل: «افغانستان بیلاروس ته لاسي صنایع، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې، حبوبات، وچې او تازه مېوې او نور محصولات صادروي؛ په مقابل کې خوراکي توکي، ساختماني مواد، تېل او د فابریکو د اړتیا وړ خام مواد له بیلاروس څخه واردېږي.»

اقتصادي شنونکي وايي، بیلاروس د خپلو صنعتي او کرنیزو ظرفیتونو له مخې کولای شي افغانستان ته د صادراتي بازارونو د پراختیا او پانګونې د جذب زمینه برابره کړي.

اقتصادي شنونکي عبدالنصیر رشتیا په دې اړه وویل: «دا چې بیلاروس یو صنعتي هېواد دی او د کرنې په برخه کې هم له پرمختللو وسایلو برخمن دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ او پانګونې افغانستان ته ښه فرصت برابرولای شي، څو خپل محصولات د بلاروس بازار ته صادر کړي.»

دغه تګ راتګ یوازې بیلاروس ته د اسلامي امارت د چارواکو په سفرونو پورې محدود نه دی؛ تر دې وړاندې د بیلاروس د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لوکا شیویچ هم د ۱۴۰۳ کال په مرغومي کې کابل ته سفر کړی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کابل او مینسک د اړیکو د پراختیا هڅې؛ له سیاسي استازولیو تر سوداګرۍ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*