
د کابل بازارونو کې د خوراکي او سونتوکو بیې په بېساري ډول لوړې شوې
غوړي، اوړه، بوره، تېل او ګاز هغه توکي دي چې په تېره یوه میاشت کې یې د کابل په بازارونو کې بیې د پام وړ لوړې شوې دي.
د کابل له یو شمېر بازارونو څخه د طلوعنیوز ارزونې ښيي چې د دغو ځینو توکو بیې په تېره یوه میاشت کې تر ۵۰۰ افغانیو پورې لوړې شوې دي.
د دغې ارزونې له مخې یوه ۱۶ لیټره بوشکه غوړي له ۱۶۰۰ افغانیو څخه ۲۱۰۰ افغانیو ته، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه له ۱۵۰۰ څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته، یو من بوره له ۳۲۰ افغانیو څخه ۴۰۰ افغانیو ته، یو لیټر پټرول له ۶۳ افغنیو څخه ۸۲ افغانیو ته او یو کیلو ګاز له ۵۵ افغانیو څخه نږدې ۹۰ افغانیو ته لوړ شوی دی.
د کابل اوسېدونکی، ذکریا وویل: «بیې له یوه بازاره تر بل بازاره توپیر لري؛ د بېلګې په توګه، په یوه بازار کې د ګاز بیه له ۸۵ تر ۸۷ افغانیو ده، خو په بل بازار کې تر ۹۵ افغانیو هم رسېږي. د خوراکي توکو بیې هم ډېرې لوړې شوې او د خلکو لپاره یې پېرود ستونزمن کړی دی.»
اخترمحمد، د کابل یو بل اوسېدونکی دی: «زموږ غوښتنه له اسلامي امارت څخه دا ده چې نرخونه کنټرول کړي. په اوسني وضعیت کې نور نه شو کولای ګاز او د کورنۍ نور اړین توکي برابر کړو.»
خو هغه څه چې تر ټولو زیات یې د خلکو اندېښنې راپارولي، په بېلابېلو بازارونو کې د توکو د بیو توپیر دی.
هېوادوال وایي، د بازارونو د کافي څارنې نشتوالی لامل شوی چې پلورونکي یو ډول جنس په بېلابېلو بیو وپلوري او د نرخونو پرلهپسې لوړوالي د ډېرو کورنیو د پېرلو توان کم کړی دی.
په همدې حال کې، یو شمېر هټیوال وایي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ، د روسیې او اوکراین جګړه، د وارداتو د لګښتونو زیاتوالی، د سون توکو د بیو لوړوالی او د ډالر د تبادلې نرخ بدلون د بیو د لوړېدو اصلي لاملونه دي.
دوی زیاتوي چې دې وضعیت یې پر پلور او کاروبار هم منفي اغېز کړی دی.
هټۍوال هارون، د دغه وضعیت او پر خپل کاروبار یې د منفي اغېزو په اړه وایي: «زموږ پېرېدونکي هم د بیو له لوړېدو شکایت کوي. د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی او د پېرلو توان یې کم شوی دی. له حکومت څخه غواړو چې پر بازار څارنه وکړي او سوداګر هم همکاري وکړي، څو د اساسي توکو لپاره ثابت نرخونه وټاکل شي.»
بل لور ته، کابل ښاروالي وایي چې د دې ادارې د څارنې ډلې په دوامداره توګه بازارونه څاري، او له هغو پلورونکو سره چې ټاکل شوې بیې نه مراعتوي، قانوني چلند کېږي.
د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی بیا وایي: «د کابل ښاروالۍ مسوولیت لري چې د ټاکل شویو نرخپاڼو د پلي کېدو څارنه وکړي او هېڅ پلورونکی حق نه لري خپل توکي له ټاکل شوې بیې په لوړه بیه وپلوري. که څه هم د سونموادو بیې لوړې شوې دي، خو پلورونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې توکي له ټاکل شویو نرخونو په لوړه بیه عرضه کړي.»
افغانستان د خپلو اړتیا وړ او سونتوکو ډېره برخه له بهرنیو هېوادونو واردوي، نو د لېږد رالېږد د لګښتونو هر ډول زیاتوالی، د اسعارو د تبادلې د نرخ بدلون او سیمهییز بدلونونه په چټکۍ سره د هېواد په کورنیو بازارونو کې د توکو پر بیو اغېز کوي.
لومړی نظر وکړئ on "د کابل بازارونو کې د خوراکي او سونتوکو بیې په بېساري ډول لوړې شوې"