
د کابل – جلالاباد د دویم لین سړک پر څه باندې ۷۵ کیلومتره برخه کار روان دی
د کابل – جلالاباد لویې لارې د دویم لین د جوړولو چارې له شاوخوا یوه کال راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې تر کار لاندې برخې یې په راتلونکو درېیو کلونو کې بشپړې شي.
دغه مسیر چې د کابل – جلالاباد د اوسنۍ لویې لارې بدیل بلل کېږي، د تګ راتګ د اسانتیا، د ګڼې ګوڼې د کمولو او د مسافرو د خوندیتوب د زیاتولو په موخه جوړېږي.
اوس مهال د پروژې په بېلابېلو برخو کې ماشینري او تخنیکي کارکوونکي پر کار بوخت دي. د پروژې مسوولان وايي، د لارې غرنی جوړښت او د غرونو د ځینو برخو پرې کول د لویې لارې د جوړولو چارې ستونزمنې کړې دي.
د کابل – جلالاباد لویې لارې دویم لین د کابل له بګرامي ولسوالۍ پیلېږي، د کابل له خاکجبار او سروبي ولسوالیو او د ننګرهار له حصارک، شېرزاد، خوګیاڼو او سرهرود ولسوالیو تېرېږي.
د پروژې کارکوونکي وايي، د جغرافیایي ستونزو ترڅنګ سېلابونه هم د کار پر وړاندې جدي ننګونه ده او په ځینو مواردو کې ترسره شوي کارونه زیانمنوي.
د سیمې اوسېدونکي او مسافر د دې لارې د جوړېدو هرکلی کوي او وايي، د پروژې بشپړېدل به پر اوسنۍ لویه لار ګڼه ګوڼه کمه او د کابل او ننګرهار ترمنځ به د خوندي سفر زمینه برابره کړي. دوی د کار د چټکتیا غوښتنه هم کوي.
د دې لویې لارې د جوړولو لګښت د ټولګټو وزارت له بودجې ورکول کېږي. دغه وزارت وايي، د پروژې د عملي کېدو بهیر څاري او هڅه کوي چې مسیر په اساسي ډول جوړ شي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي: «د دې پروژې درېیمه برخه چې د کابل له لوري پیلېږي، ۳۲ کیلومتره اوږدوالی لري او د کانکریټي سړک چارې یې روانې دي. په ټولیز ډول د دې مسیر پر څه باندې ۷۵ کیلومتره برخه د ټولګټو وزارت لهخوا عملاً کار روان دی.»
د کابل – جلالاباد اوسنۍ لویه لار په تېرو کلونو کې د مرګونو ترافیکي پېښو او د غرونو د ښوېدنې شاهده وه. د روان کال په غبرګولي میاشت کې په دې مسیر کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۲۰ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي وو.
مسوولان او اوسېدونکي هیله لري چې د دویم مسیر په بشپړېدو سره به پر اوسنۍ لویه لار ترافیکي فشار کم او د کابل او ننګرهار ترمنځ تګ راتګ به خوندي شي.
لومړی نظر وکړئ on "د کابل – جلالاباد د دویم لین سړک پر څه باندې ۷۵ کیلومتره برخه کار روان دی"