
د کابل د اوبو د راتلونکې په اړه خبرداری؛ پلازمېنه د اوبو له کمښت سره مخ ده
په بریتانیا کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې اجراییوي مشرې فلورا الکساندر افغانستان ته له اوونیز سفر وروسته، په کابل کې د اوبو د سرچینو د راتلونکې په اړه خبرداری ورکړی دی.
الکساندر وایي، ښایي کابل تر ۱۴۰۸ لمریز کال پورې د نړۍ لومړنی عصري ښار شي چې د اوبو سرچینې یې له ختمېدو سره مخ کېږي.
نوموړې ټینګار کړی چې میلیونونه افغانان اوس مهال پاکو اوبو او لومړنیو خدمتونو ته اړتیا لري او نړیواله ټولنه باید په دغو شرایطو کې افغانستان یوازې پرېنږدي.
فلورا الکساندر وویل: «اټکل کېږي چې کابل به تر ۱۴۰۸ کال پورې د نړۍ لومړنی عصري ښار شي چې له اوبو د خلاصېدو له ګواښ سره مخ کېږي. هیله لرم چې ستاسو لیدونکي درک کړي چې د افغانستان له خلکو څخه د نړیوالې ټولنې مخ اړول سم کار نه دی.»
هممهاله، د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم اوبو ته د لاسرسي له کمېدو شکایت کوي او د دې ستونزې د حل لپاره د اړینې پاملرنې غوښتنه کوي.
د کابل یوه اوسېدونکي وایي: «د خلکو د ستونزې د حل لپاره باید حکومت کورونو ته د اوبو نلونه ورسوي، څو خلک له دې ستونزې خلاص شي.»
د اسلامي امارت ویاند وایي، د اوبو او انرژۍ او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونه له نورو اړوندو ادارو سره د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره فعالیت کوي.
د نوموړي په وینا، نږدې ۴۰۰ نوي د اوبو زېرمتونونه فعال شوي، څو په ولسوالیو کې د واورې او باران اوبه زېرمه او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا زمینه برابره شي.
ذبیحالله مجاهد همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان چاپېریالي او بشري مسایل سیاسي نه کړي او په دې برخه کې همکاري وکړي.
ذبیحالله مجاهد وایي: «د اوبو د ستونزو د حل په برخه کې اړوندې ادارې ګڼ فعالیتونه لري. د اوبو او انرژۍ او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونه له نورو اړوندو ادارو سره کار کوي، څو په هره ولسوالۍ کې د اوبو یو زېرمتون ولرو. نږدې ۴۰۰ نوي زېرمتونونه فعال شوي، څو د واورې او باران پر مهال په ولسوالیو کې اوبه راټولې کړل شي او د ځمکې لاندې اوبه پیاوړې شي. په نورو برخو، د شنو ساحو د پراختیا په ګډون، هم کار شوی دی. له نړۍ غواړو چې زموږ چاپېریالي مسایل سیاسي نه کړي او د بشري لیدلوري له مخې په دې برخه کې همکاري وکړي.»
د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر بنسټ، په افغانستان کې د ښاري کېدو چټکه وده هم کولی شي د اوبو پر سرچینو فشار زیات کړي؛ ځکه چې تر ۱۴۲۸ لمریز کال پورې به د هېواد نږدې نیمایي وګړي په ښاري سیمو کې ژوند کوي.
لومړی نظر وکړئ on "د کابل د اوبو د راتلونکې په اړه خبرداری؛ پلازمېنه د اوبو له کمښت سره مخ ده"