د کتاب نړۍواله ورځ، د چاپ حق او په هېواد کې د کتاب لوستلو مینه

💬0

د کتاب نړۍواله ورځ، د چاپ حق او په هېواد کې د کتاب لوستلو مینه

د اپریل درویشتمه د کتاب او د لیکوال د حق نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

په کابل کې د یو کتاب ‌پلورنځي دننه، د خلکو سترګې د کتابونو پر پاڼو دي؛ هر کونج د یوه خاموش شوق کیسه کوي، د پاڼو اړولو، د پوهېدو او د کشف کولو شوق.
دلته کلمې یوازې لیکل شوې نه دي؛ ساه اخلي، غږ لري او ذهنونه سفر ته بیایي.

د اقتصاد زدکړیال عبیدالرحمن چې له جلال‌آباد څخه د تفریح لپاره کابل ته راغلی، د کتاب ‌پلورنځي په یوه برخه کې یې سترګې پر کلمو ګرځي، لکه هره کرښه چې د هغه لپاره یوه نوې دروازه پرانیزي.
هغه وايي مطالعه، په ځانګړي ډول فرعي کتابونه، د افرادو په شخصي او مسلکي پرمختګ کې مهم رول لري.

زدکړیال، عبیدالرحمن وايي:« کتاب په ژوند کې مهم رول لري؛ هر څومره چې خلک مطالعه وکړي، د هغوی ذهن او فکر پراخېږي او د بیان وړتیا یې هم زیاتېږي.»

نجیب ‌الله، چې له دولسو کلونو راهیسې په یو کتاب ‌پلورنځي کې کار کوي، کله ناکله پخپله هم له مراجعینو سره یو ځای کتاب لولي.
نوموړی د فضا د بدلون په اړه وایي چې د تېر کال پرتله، ځوانانو ډیر د کتاب لوستلو ته مخه کړې ده.

د کتاب ‌پلورنځي مسوول، نجیب ‌الله وايي: « د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د ماشومانو د کتابونو د چاپ او خپرولو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي او له کتاب پلورنځیو سره په دې برخه کې همکاري وکړي، څو ماشومان هم له مطالعې لرې پاتې نه شي.»

په ورته مهال، د کتاب او د مؤلف د حق نړیوالې ورځې سره هم ‌مهاله، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې فرهنګ د ودې او د عامه کتابتونونو د پراخېدو ترڅنګ له ایکو سازمان سره د همکارۍ یادونه کوي او وایي چې تېر کال یې د عامه کتابتونونو د بډایه کولو او د ۱۸۰ عنوانه کتابونو د ډیجیټل کولو کار هم کړی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران بیا وايي: « د عامه کتابتونونو د فعالولو او د دغو کتابتونونو د بډایه کولو په برخه کې ګامونه اخیستل شوي، چې اوس مهال د هېواد په کچه ۱۰۶ عامه کتابتونونه فعال دي او لسګونه خصوصي کتابتونونه هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر څار لاندې فعالیت کوي.»

په داسې نړۍ کې چې غږونه کله ناکله په شور کې ورکېږي، کتاب لا هم له موږ سره تر ټولو ارام او ژور بحث کوي؛ داسې خبرې چې بې غږه دي، خو ډېرې ژورې دي.
ښايي د همدې لپاره په ۱۹۹۵ کال کې د اپریل ۲۳ د یونسکو له لوري د کتاب او مؤلف حق د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه، څو د مطالعې فرهنګ وده وکړي، د کاپي حق له لارې د لیکوالانو او فکري اثارو ملاتړ وشي، عامه پوهاوی لوړ شي او د نشر صنعت او د پوهې لاسرسی ټولو ته پراخ شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کتاب نړۍواله ورځ، د چاپ حق او په هېواد کې د کتاب لوستلو مینه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*