
د کندز په کلباد ولسوالۍ کې یو ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
د کندز په کلباد ولسوالۍ کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې.
د دې روغتون د جوړولو لګښت ۴۸ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او په فعالېدو سره به یې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې تر ۹۰ سلنې راکمې شي.
د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي و ویل: «د عامې روغتیا وزارت پالیسي متوازن پرمختګ او د ټولو خلکو لپاره د معیاري خدمتونو وړاندې کول دي.»
د کندز د عامې روغتیا رییس، محمدالله حکمت و ویل: «د دې روغتون د جوړولو ټولیز لګښت له ۴۸ میلیونه افغانیو زیات دی چې د عامې روغتیا وزارت له لوري ورکول کیږي. کار به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي.»
په همدې حال کې، د کندز د کلباد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې دا مهال د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او هیله لري چې د دې روغتون په جوړېدو سره به یې ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.
د کندز اوسېدونکی، مهرداد و ویل: «کلباد د کندز یوه لیرې پرته ولسوالۍ ده. دلته ستونزې ډېرې وې، خو خوښ یو چې دلته روغتون جوړیږي.»
د کندز د عامې روغتیا رییس زیاتوي چې د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به په دې روغتون کې د عمومي جراحۍ، عمومي داخلې، د ماشومانو داخلې او د نسایي او ولادي څانګې فعالې شي.
لومړی نظر وکړئ on "د کندز په کلباد ولسوالۍ کې یو ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي"