د کندهار د طلایي کشمشو توليدونکي د نړۍوال بازار غوښتنه کوي

💬0

د کندهار د طلایي کشمشو توليدونکي د نړۍوال بازار غوښتنه کوي

د کندهار د طلایي کشمشو تولیدونکي وایي، پخوا به د دغه ولایت مشهور طلایي کشمش هند ته صادرېدل، خو اوس دغه صادرات بند شوي دي.

دوی زیاتوي چې تولیدات یې باید د هوایي دهلېزونو له لارې بهر ته صادر کړای شي.

کندهار کې بڼوال، باچاه ماما و ویل: «اندېښنه مو د لارو د بندېدو ده چې د محصولاتو بیې ورسره راټیټې شوې دي.»

طلایي کشمش چې په ابجوشو کشمشو هم مشهور دي، د ایته په نوم له انګورو جوړېږي. بڼوال دغه انګور په یوه ځانګړي محلول کې تر داغولو وروسته د اوو ورځو لپاره په جوړو شویو مېدانونو کې هواروي او بیا ترې طلایي کشمش ترلاسه کوي.

بل بڼوال، محمود و ویل: «که لارې پرانیستې وي، د مېوو بازار هم ښه وي، خو اوس یې بیې ټیټې شوې او بازار خراب دی.»

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال وایي، د سیمې هېوادونه، په ځانګړي ډول هند، د دغه ولایت د ابجوشو کشمشو د پلور مهم بازار دی.

عبدالباقي بینا وایي، هڅه کوي د کندهار د سږ کال تولید شویو ابجوشو کشمشو ته، پر هند سربېره، نورو اسیایي هېوادونو ته هم د لېږد اسانتیاوې برابرې کړي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، عبدالباقي بینا په دې اړه و ویل: «ابجوشي کشمش د همدې سیمې ځانګړي دي چې په طلایي کشمشو هم مشهور دي او بهر کې هم ښه بازار لري. هیله لرو چې بهر ته یې د صادراتو زمینه برابره شي.»

بل‌خوا، یوه ډله هندي سوداګر چې د وچې مېوې د پېرلو لپاره کندهار ته راغلي، وایي غواړي د بدیلو لارو په کارولو د افغانستان وچه مېوه نوي ډیلي ته صادره کړي.

هندي سوداګر، اناند و ویل: «موږ دلته درې څلور ورځې وچې مېوې پېرو او بیا دا وچه مېوه د اسیا د نورو هېوادونو له لارې نوي ډیلي ته لېږدوو، دا له افغانستان سره زموږ سوداګري ده.»

د کندهار ډېره وچه او تازه مېوه د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ عربي او اروپایي هېوادونو ته هم صادرېږي، خو په وروستیو کې د هوایي شرکتونو د کرایو لوړوالي د وچې مېوې سوداګر اندېښمن کړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کندهار د طلایي کشمشو توليدونکي د نړۍوال بازار غوښتنه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*