د کندهار ډنډ ولسوالۍ د ۱۵ کلیو نښلوونکی سړک د خلکو په همکارۍ ورغول شو

💬0

د کندهار ډنډ ولسوالۍ د ۱۵ کلیو نښلوونکی سړک د خلکو په همکارۍ ورغول شو

د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکو تازه په خپل شخصي لګښت د دغه سړک د رغونې کار پېل کړی دی.
 

د ۱۲ کيلومتره په اوږدوالي د دغه سړک پر رغونه پنځه سوه زره افغانۍ لګښت راځي، چې د سيمی اوسېدونکي او موټر چلونکی يې ورکوي.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی، زمری اڅکزی په دې اړه وايي:« په خپل شخصي لګښت مو د دغه سړک د رغونې کار پیل کړ، چي پنځه سوه زره افغانۍ لګښت پرې راځي، لومړی يې هوارو او بيا یې د ترنګ رود څخه ورته جغل راوړو او بنسټيز یې رغوو.»

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په تګ راتګ کې د زياتو ستونزو له امله يې د پخواني کلیوالي دود اشر په بڼه  د دغه سړک د رغونی پرېکړه کړې ده.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی، عبدالستار بیا وايي: « دغه په ژمي کې زيات په تکلف يوو، يو ځل مې له همدې سيمي خپل مسير بدل او په ډیر ليري لار بازار ته لاړم، اوس دغه سړک په ګډه رغوو او ما هم پکې ونډه اخستې ده.»

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی، شاه ولي هم داسې وايي: « موږ دغه سړک د اشر په بنه رغوو، کار مو خپله پېل کړی دی، خو دولت هم باید زموږ سيمې ته پام وکړي، ځکه ستونزې زياتي دي.»

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د “عمارت” کلي د اوسېدونکو په خبره، د خپل کلي د اوسېدونکو د ښوونيزو او روغتيايي ستونزو د حل هوډ يې هم کړی، خو په دې برخه کې دولتي ملاتړ ته اړتیا لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کندهار ډنډ ولسوالۍ د ۱۵ کلیو نښلوونکی سړک د خلکو په همکارۍ ورغول شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*