د کندهار ۵ زره ټنه انار منځنۍ اسیا، روسیې، جاپان او سویلي کوریا ته صادریږي

💬0

د کندهار ۵ زره ټنه انار منځنۍ اسیا، روسیې، جاپان او سویلي کوریا ته صادریږي

یو روسی سوداګر کندهار ته تللی او غواړي روسیې، قزاقستان، اوزبیکستان، جاپان او سویلي کوریا ته ۵ زره ټنه انار صادر کړي.

کالیوف وايي، د کندهار انار د ځانګړي خوند له امله په نړیوالو بازارونو کې ډېر غوښتونکي لري، خو د معیاري بسته‌بندۍ نشتوالی یې د صادراتو پر وړاندې لوی خنډ دی.

کالیوف زیاته کړه: «لومړی ځل دی چې زه کندهار ته راځم او وینم چې د کندهار انار لوړ کیفیت لري او له هر راز کیمیاوي موادو پاک دي. زه به تر پنځه زره ټنو پورې د ځمکې له لارې اوزبیکستان، روسیې، قزاقستان او بیا جاپان او سویلي کوریا ته صادر کړم. دا ښه فرصت دی، د کندهار انار لوړ کیفیت لري.»

د کندهار د انارو صادرونکي احمد جاوید وویل: «زموږ سوداګر د بسته‌بندۍ په برخه کې ستونزه لري، ځکه یې اوزبیکستان ته لېږدوو او هلته یې بسته‌بندي کوو.»

د کندهار د انارو بڼوال او سوداګر د صادراتو د پراختیا لپاره د سوداګریزو لارو د پرانیستلو او د نړیوالو بازارونو له معیارونو سره سم د انارو د بسته‌بندۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د انارو سوداګر ندا محمد وویل: «موږ د بسته‌بندۍ په برخه کې ستونزې لرو او له حکومت او مسوولینو غواړو چې دې ستونزې ته مو رسېدنه وکړي.»

خو د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس وايي، هڅې روانې دي چې د ځمکې او هوا له لارې بهرنیو بازارونو ته د کندهار د انارو د لېږد زمینه برابره شي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالاحد صدیقي وویل: «اسلامي امارت تر ډېره د صادراتو لګښتونه راکم کړي، خو ځینې خصوصي شرکتونه زموږ له سوداګرو سره نابرابري کوي او له خلکو سره پوره همکاري نه کوي.»

د کندهار انار تر دې مخکې د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته صادرېدل، خو د مسوولینو په خبره، له دغه هېواد سره د لارو تر تړل کېدو وروسته، سوداګرو بدیلو لارو ته مخه کړې، چې له مخې یې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د وچې او تازه مېوې صادرات د پراخېدو په حال کې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کندهار ۵ زره ټنه انار منځنۍ اسیا، روسیې، جاپان او سویلي کوریا ته صادریږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*