د انوارالحق کاکړ په مشرۍ د پاکستان د لنډمهالي حکومت د دورې تر ټولو جدي اقدام د افغان کډوالو جبري اېستل وو. د دغه بهیر له رسمي پیلېدو مخکې څو میاشتې له خبري شبکو او تبلیغاتي رسنیو په دې تړاو اعلانونه خپاره شول څو ټولنه له ذهني پلوه داسې یوه کار ته چمتو شي. دې چارې د پاکستان په تاریخ کې مخینه نه لرله. هغه ضرب الاجل چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د بې اسنادو افغان کډوالو داوطلبانه وتلو ته اعلاان کړی و، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتی پای و. له هغه وخت، په ځانګړې توګه د سپټمبر له ۱۵ راهیسې چې د کډوالو د ډله ییزې نیونې او اېستنې بهیر ګړندی شوی، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۳مې د پاکستان له خاورې لږترلږه ۵۲۰ زره کډوال وتلي دي. یو شمېر دغه خلک د پاکستان د حکومت د ضرب الاجل په وروستیو ورځو کې هغه مهال بېرته افغانستان ته راستانه شول، چې هېڅ چاره یې نه لرله او جبراً دې پرېکړې ته اړ شول. خو یو شمېر نور یې په مستقيم ډول د پاکستاني پوليسو له خوا ونيول شول او بيا و را واېستل شول.
د افغانستان لوېديځ ګاونډي ايران هم د افغان کډوالو د نيولو او اېستلو بهیر ګړندی کړې دی. تېر کال کله چې پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو بهیر پیل کړ، ایران چې له لسیزو راهیسې دغه بهیر تعقیبوي، د افغان کډوالو نیولو او اېستلو ته یې په بې مخینې توګه زور ورکړی. هغه افغان کډوال چې په ایران کې د سفر او اوسېدو اسناد نه لري، ان که خپله هم غواړي چې هېواد ته راستانه شي، بیا هم باید ځانونه ایراني پولیسو ته معرفي کړي، تر څو د کډوالو پنډغالو ته ولېږدول شي او بیا واېستل شي. د ایران یوه حکومتي چارواکي تېر کال اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۱لمریز کال کې دغه هېواد تر یو میلیون ډېر کډوال او د دغه کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۵۵۸ زره ډېر کډوال اېستلي دي. البته، دا شمېرې تر هغې مخکې وړاندې شوې وې چې پاکستان او ایران په هممهالي توګه پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او د اېستلو بهیر یې ګړندی کړي. تر هغې وروسته چې دا بهیر ګړندی شو، په وروستیو میاشتو کې په سلګونو زره نور هم اېستل شوي دي. د فبرورۍ پر لسمه هم، د ایران یوه حکومتي چارواکي اعلان وکړ چې په تېرو ۱۵ ورځو کې یې له ۲۰ زرو ډېر افغان کډوال اېستلي دي.
داسې بریښي چې تر دې وروسته به له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د نیولو او جبري اېستلو بهیر په ډېر شدت سره دوام ومومي. د پاکستان حکومت چې له ګڼو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د دې لپاره چې د ټولنې ذهنونه پر یوې بلې مسألې بوخت کړي، د کډوالو په جبري اېستلو لاس پورې کوي. البته، دا یې کېدای شي یو له دلایلو وي. د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په دغه هیواد کې د ټولټاکنو په درشل کې د کډوالو د اېستلو د تګلارې دفاع وکړه او ویې ویل، چې راتلونکی حکومت باید همدغه بهیر ته دوام ورکړي. د ایران حکومت به هم په ورته دلیل سره دغه بهیر ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا پرون وویل، چې په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي او احتمال لري چې په راروانو میاشتو کې د هغوی په شمېر کې ۵۰۰ زره نور هم زیات شي. د ایران د حکومت له خوا خپرې شوې شمېرې هم له پاکستانه د اېستل شویو کډوالو لوړ شمېر ته ډېرې نږدې دي. ان کله چې د هغوی له نظره دا بهیر عادي پرمخ ځي، هره ورځ له زرو ډیر افغان کډوال باسي. له بلې خوا یې د پولو په اوږدو کې ماینونه ځای پر ځای کړي، چې ایران ته یې د افغانان بیا تګ خطرناک کړی دی. پرون هم دوه افغان کډوال له پولې د تېرېدو پر مهال پر ماین وختل او ووژل شول.
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې لږ تر لږه ۱.۷ میلیونه بې اسناده افغانان به له دغه هېواده وباسي. د ایران حکومت په دې برخه کې له پاکستانه کم نه دی. نو د دې احتمال شته چې افغانستان د لږ تر لږه درې میلیونه کډوالو له راستنیدو سره مخ شي. په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد تر ډېره د امریکايي ډالرو په کڅوړو پورې تړلی دی، د دومره شمېر کډوالو راستنېدل د هېواد اقتصادي وضعیت خورا ستونزمنوي. د ملیونونو کډوالو راستنیدل په داسې حال کې چې هېڅ قانوني او مسوول حکومت هم نشته، د ټول هېواد پر اقتصادي وضعیت اغېز کوي او دا کورنۍ هم له سختې بې وزلۍ سره مخ کوي. ډېری هغه کسان چې له پاکستانه اېستل شوي او یابه را واېستل شي، په هغه هېواد کې له خپلو کورنیو سره اوسېدل او ځان ته یې کارو بار جوړ کړی و. د پاکستان حکومت د هغوی د اېستلو پر مهال اجازه نه ورکوي، چې له ۵۰ زره کلدارو زیاتې پیسې ورسره یوسي، څه کم ۲۰۰ امریکایي ډالره. د هغوی نورې پیسې به په پاکستان کې پاتې وي چې ښايي د دې هیواد د حکومت له خوا ضبط شي. هغه کډوال چې له ایرانه اېستل شوي هم عموماً کارګران دي. ځینې یې هلته له خپلو کورنیو سره ژوند کوي، چې پر ودانیزو او کرنیزو کارونو بوخت دي. بله برخه هغه خلک دي چې هلته یوازې د کار لپاره ځي. په ایران کې افغان کارګران په افغانستان کې د سلګونو زرو کورنیو لګښتونه پوره کوي، که هغوی و اېستل شي او د سختو اقداماتو او په پولو کې د ماینونو د ښخېدو له امله هلته ولاړ نه شي، د دغو کورنیو اقتصاد تر صفر لاندې کچې ته راټيټیږي.
په داسې حالت کې چې افغانستان د حکومت د نسکورېدو له امله له اقتصادي ناورین سره مخ دی او د نفوس لویه برخه یې د نړیوالو سازمانونو ملاتړ ته اړتیا لري او د بې وزلۍ کرښه د ډېرو وګړو د کورنیو له کچې لوړه ده. د ملیونونو کډوالو بېرته راستنیدل د هیواد حساس اقتصاد سقوط ته نږدې کوي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې بې روزګاري ډېره شوې ده، له ایران او پاکستانه اېستل شوي خلک پر بې روزګارو خلکو ورزیاتېږي، ځکه چې پانګه نه لري او نه شي کولای کارو بار وکړي.
له بلې خوا یو شمېر کورنۍ د دې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته کډوالې شوې دي چې د طالبانو له ګواښونو په امان وي، هغوی له اېستلو وروسته، د ژوند له خطر سره مخ دي. ځینې نور بیا په دې موخه تللي، چې لوڼې یې زده کړې وکړي او د ښځو په منځ کې د پوهې رڼا ورکه نه شي. د هغوی جبري راستنېدل په سلګونو زره نورې نجونې له زده کړو بې برخې کوي. د دې تر څنګ ټول را اېستل شوي خلک مجبورېږي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژوند کړاوونو ته اوږه ورکړي، د دې ډلې سخت او غیر انساني محدودیتونه وزغمي او خپلې ازادۍ او حقونه له لاسه ورکړي.
لومړی نظر وکړئ on "له ایران او پاکستانه د کډوالو اېستل؛ د اقتصادي ستونزو زیاتېدل او د ژوند خطرونه"