د ګرمۍ له ډېرېدو سره د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا له کمښت شکایت کوي

💬0

د ګرمۍ له ډېرېدو سره د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا له کمښت شکایت کوي

د هوا له ګرمېدو سره هم‌مهاله، په وروستیو ورځو کې د برېښنا د پرچاوۍ زیاتوالی د کابل د اوسېدونکو لپاره پر یوه جدي ستونزه بدل شوی دی.

د کابل اوسېدونکي د دغه وضعیت له دوامه اندېښنه څرګندوي او وایي، د هوا د تودوخې له لوړېدو سره د برېښنا اړتیا هم ډېره شوې، خو د برېښنا کمښت د دوی ورځنی ژوند او کاري چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.

د کابل اوسېدونکي، عصمت‌الله وویل: «په دې ورځو کې برېښنا ډېره کمه شوې ده. له سهار لمانځه وروسته چې برېښنا پرې کېږي، تر غرمې پورې نه راځي او دا وضعیت موږ له ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.»

د کابل یو بل اوسېدونکي، مدثر وویل: «د پخوا په پرتله د برېښنا پرچاوي ډېرې شوې دي. که د برېښنا د پرې کېدو او وصلېدو لپاره ټاکلی مهالوېش جوړ شي، خلک به وکولای شي خپل کارونه تنظیم کړي او له برېښنا ښه ګټه واخلي.» 

د کابل اوسېدونکي وایي، د وارداتي برېښنا پر ځای باید د کورنۍ انرژۍ سرچینو تولید او ګټې اخیستنې ته ډېره پاملرنه وشي، ترڅو دا ستونزه په بنسټیز ډول هواره شي.

د کابل اوسېدونکي، فرجاد ټینګار وکړ: «زموږ غوښتنه دا ده چې د هېواد اړتیا وړ برېښنا له کورنیو سرچینو تأمین شي، نه له نورو هېوادونو. تر هغه چې پر وارداتي برېښنا تکیه ولرو، هر وخت چې صادرونکي هېوادونه وغواړي، برېښنا پرې کوي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.» 

بل لور ته، برېښنا شرکت وایي، د وروستیو پرچاويو اصلي لاملونه د اوړي په موسم کې د برېښنا د لګښت زیاتوالی، د برېښنا کمښت او د لېږد په شبکه کې ځینې تخنیکي محدودیتونه دي.

دغه شرکت ټینګار کوي چې د پرچاويو د کمولو، د شبکې د ښه مدیریت او د برېښنا د وېش بهیر د ښه والي لپاره هڅې روانې دي.

د برېښنا شرکت ویاند، محمدصادق حق‌پرست وویل: «د اوړي په موسم کې د هوا له تودېدو سره د برېښنا پرچاوي هم زیاتېږي؛ خو موږ ډاډ ورکوو چې د برېښنا د تأمین په بهیر کې کومه ځانګړې ستونزه نشته. شته برېښنا به په عادلانه ډول او د ټاکلي مهالوېش له مخې د خلکو ترمنځ ووېشل شي.»

افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي، او د اوړي په موسم کې د برېښنا د لګښت له زیاتېدو سره، په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول کابل کې، د برېښنا پرچاوي هم زیاته شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ګرمۍ له ډېرېدو سره د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا له کمښت شکایت کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*