د یوناما د مشرتابه شپږ میاشتنی بې‌برخلیکه وضعیت

💬0

د یوناما د مشرتابه شپږ میاشتنی بې‌برخلیکه وضعیت

په افغانستان کې د یوناما د مشرې روزا اتونبایوا د ماموریت له پای ته رسېدو د نږدې شپږو میاشتو په تېرېدو سره، لا هم د ملګروملتونو د سرمنشي له خوا دې څوکۍ ته څوک نه دی ګمارل شوی.

یوه اوونۍ مخکې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د یوناما ماموریت یوازې د درېیو میاشتو لپاره وغځول شو او د دې غونډې په پرېکړه ‌لیک کې د یوناما لپاره د نوي مشر پر ژر تر ژره ټاکلو ټینګار وشو؛ خو په دې برخه کې ځنډ د نړۍ او افغانستان ترمنځ د تعامل په همغږۍ کې د ستونزو په اړه اندېښنې راپارولي دي.

د سیاسي چارو شنونکی، سید عبادالله صادق په دې اړه وایي: «هر بنسټ یو مسوول او یو رییس لري او هماغه کس ځواب ویونکي وي. یوناما باید د افغانستان اوسنۍ وضعیت په سمه توګه ملګرو ملتونو او نورې نړۍ ته ورسوي. نو د یو مسوول شخص حضور ډېر مهم دی.»

په همدې حال کې، په قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سهیل شاهین ټینګار کړی چې د یوناما راپورونه باید د افغانستان د واقعي حالاتو پر بنسټ چمتو شي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، سهیل شاهین طلوع‌نیوز ته و ویل: «په افغانستان کې د یوناما دفتر د بشري مرستو رسولو په برخه کې بنسټیز رول لري او د دغه بنسټ راپورونه هم باید د هېواد عیني واقعیتونه بیان کړي.»

تر دې مخکې، د روسیې استازي هم د روانې زیږدیز میاشتې په شپاړسمه نېټه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، د یوناما د نوي مشر د ټاکلو پر مهال له افغانستان سره پر مشورې ټینګار کړی وو.

مسکو دغه راز د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي او د افغانستان د حکومت ترمنځ همغږي مهمه بللې ده.

تر دې مخکې، اسلامي امارت ویلي وو چې په افغانستان کې د یوناما فعالیتونه ګټور نه دي او د هېواد په اړه یې منفي ذهنیت رامنځته کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د یوناما د مشرتابه شپږ میاشتنی بې‌برخلیکه وضعیت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*