
د یوناما مرستیال: افغانستان کې لا زیاتو بشري مرستو ته اړتیا ده
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مرستیال بامیانو ته په سفر کې ویلي، روان زېږیز کال افغانستان کې د وچکالۍ، د راستنېدونکو کډوالو د بهیر پراختیا او زلزلو کړکېچ د خلکو ژوند اغېزمن کړی او لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.
انډریکا رټواټه زیاته کړې، هڅه کوي څو ملاتړي هېوادونه وهڅوي چې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې خپلې بشري مرستې لا زیاتې کړي.
رټواټه ویلي: «زموږ هڅې دا دي چې د خلکو خبرې واورو، د هغوی له اړتیاو سره بلد شو او هڅه کوو چې نړۍوالې سرچینې وهڅوو څو د افغانانو ملاتړ وکړي.»
نوموړي زیاته کړې چې د بهرنیو مرستو کمښت د افغانستان پر روغتیایي سکټور هم مستقیمې اغېزې کړي او دوی د اړتیا وړ بودیجې برابرولو په موخه له ځینو همکاره هېوادونو سره په اړیکه کې دي.
انډریکا رټواټه و ویل: «موږ هڅه کوو چې پر مهمو برخو تمرکز وکړو او له حکومتي چارواکو سره په خبرو بوخت یو، څو مالومه کړو چې څنګه کولای شي د روغتیا برخې ته نورې سرچینې ځانګړې کړي.»
ورته مهال د بامیان ځینې اوسېدونکي له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د بهرنیو مرستو د کمښت له امله تړل شوي روغتیایي مرکزونه پرانیزي او په بېلابېلو برخو کې خپلې بشري مرستې لا زیاتې کړي.
د بامیان اوسېدونکی، الله داد و ویل: «مرستې تر یوه حده د خلکو ستونزې هواروي، اوس کاروبار هم نشته او له مرستو هم بېبرخې شوي یو.»
د بامیان بل اوسېدونکي، طالب حسین و ویل: «د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکي له روغتیایي ستونزو سره مخ دي.»
د یوناما مرستال دغه راز د بشري مرستو د کیفیت او د دغو مرستو د وېش بهیر د روڼتیا ډاډ ورکړی.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) ویلي و، چې په روان ٢٠٢٥ زېږیز کال کې به په افغانستان کې ٢٢.٩ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
لومړی نظر وکړئ on "د یوناما مرستیال: افغانستان کې لا زیاتو بشري مرستو ته اړتیا ده"