
د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پنځه غوره څېرې
د هېواد په کچه د روان ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې نن (یکشنبه، د چنګاښ ۲۹مه) د ازموینو د ملي ادارې له لوري اعلان شوې.
سږنۍ کانکور ازموینه د عمومي او دیني مدرسو په دوو برخو کې ترسره شوه.
د کابل اوسېدونکی سید موسی د سید داوود سادات زوی د ۳۵۶.۵۷ نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکور ازموینې اول نمره اعلان شو. محمد نذیر د محمد طاهر زوی د ۳۵۶ اعشاریه ۵۷۴ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم، حمزه د عبداللطیف زوی د ۳۵۳ اعشاریه ۵۳۳ نمرو سره درېیم، عظمت الله د بسم الله زوی د ۳۵۳ اعشاریه ۲۸۳ نمرو په ترلاسه کولو سره څلورم او واکمن د امیر الله زوی د ۳۵۳ اعشاریه ۲۸۳ نمرو په ترلاسه کولو سره د روان کال د کانکور ازموینې پنځم مقام خپل کړی دی.
د یادونې وړ ده چې سید موسی او محمد نذیر دواړه کابل کې له پامیر نوین خصوصي لېسې، حمزه له غلام حیدر خان عالي لېسې، او عظمتالله له ابراهیم خلیلالله عالي لېسې فارغ شوي چې ټولو د کابل پوهنتون د طبي علومو پوهنځي ته لار موندلې ده. دغه راز د کانکور د پنځم مقام ترلاسه کوونکی واکمن بیا له سورداګ عالي لېسې فارغ دی او د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د دیني مدرسو د برخې پایلې هم اعلان شوې چې فیصل د کلام الدین زوی چې کابل کې د امام محمد بن حسن شیباني له دارالعلوم فارغ دی، د ۳۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره یې په دیني برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړ او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته بریالی شوی دی.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست دغو مراسمو کې ویلي، چې سږني کانکور کې ۱۰۰ زره او ۶۴۸ کسانو ګډون کړی و چې ۵۱ زره او ۱۸۱ تنو یې لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته لار موندلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له نږدې څلورو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلې پاتي او دغه مسله لا هم روښانه شوې نه ده.
لومړی نظر وکړئ on "د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پنځه غوره څېرې"