
هجرت د کنټرول د وسیلې په توګه: د داعش خراسان څانګه د فرار د مخنیوي لپاره د هجرت مفهوم تحریفوي
د خراسان غږِ مجلې په ۳۸مه ګڼه کې، د داعش خراسان څانګه غیرمسلمانو هېوادونو ته کډه کول خیانت بولي او بهر کې تابعیت یا استوګنه د معنوي زوال او حتی ارتداد سره مساوي ګڼي. مجله ټینګار کوي چې «حقیقي هجرت» یوازې هغه مهال ترسره کېږي چې یو کس د دې ډلې تر واک لاندې سیمې ته کډه شي، او د «دارالاسلام» تعریف یوازې هغو سیمو ته محدودوي چې دوی یې کنټرولوي. په لومړي نظر دا یو دیني استدلال ښکاري، خو له نږدې کتنې وروسته دا تر ډېره د فرارڅخه د مخنیوي ستراتیژي برېښي.
په تاریخي لحاظ، هجرت نه مطلق العنان و او نه ځان وژونکی؛ بلکې یو ستراتیژیک اقدام و. د اسلام په لومړیو پړاوونو کې کډوالي د ژوند د خوندیتوب، د ایمان د ساتنې او د ټولنې د ثبات لپاره ترسره کېده. اسلامي فقه د غیرمسلمو تر واک لاندې ژوند، سرحدي سوداګرۍ او په متنوع چاپېریالونو کې د ګډ ژوند په اړه ژور او متوازن بحثونه وړاندې کړي دي. هجرت پر شرایطو پورې تړلی عمل و، نه د وفادارۍ پوري داسې ازموینه، چې وتل جرم وګڼي.
د داعش خراسان ځانګه، دغه پیچلتیا په دوه ګوني چوکاټ کې راټولوي: وفاداري یا خیانت. د هجرت د اجباري انتقال په توګه تحریف او د نورو لارو ارتداد ګڼل، قانوني ظرافت له منځه وړي او پر ځای یې سیمه ایز اطاعت ټینګوي. د دوی د سختو ادبیاتو کارول په ځانګړي ډول تکفیر پراخ ټاپه لګول، د باور پر ځای د اندېښنې نښه ښکاري.
هغه یاغي خوځښتونه چې له کمزورتیا او د غړو له کمښت سره مخ شي، عموماً د وتلو لارې محدودوي. کله چې غړي په باثباته ټولنو کې مدغم شي، اقتصادي امنیت ترلاسه کړي او ټولنیز تړاو ومومي، د جذب سرچینې کمېږي اوفکری تړاو کمزوری کېږي. ثبات له افراطیت سره سیالي کوي. د کډوالۍ او تابعیت په جرم ګڼلو سره، داعش خراسان هڅه کوي خپل ملاتړي محدود او د فکری وتنې مخه ونیسي.
هغه خوځښتونه چې پر خپلو واکمنیو ډاډه وي، د خلکو له وتلوڅخه نه وېریږي. هغوی د پایلو پر بنسټ سیالي کوي او د امنیت. او ثبات له لارې خلک جذبوي. کله چې د ډلې پریښودل جرم ګڼل کیږي، د ناکامۍ نښې لا دمخه څرګندیږي. په ۳۸مه ګڼه کې، هجرت تر ډېره د دیني عقیدې پر ځای د چلند د مهار وسیله ښکاري — داسې نښه چې اوس پیغام د باور پر ځای د کنټرول پر محور راڅرخي.
امواج پرس
لومړی نظر وکړئ on "داعش خراسان څنګه د فرار د مخنیوي لپاره د هجرت مفهوم تحریفوي"