داعش مصنوعی ذکاوت

38
17

Loading

داعش مصنوعی ذکاوت

د دی مطلب غږیزه بڼه دلته واوری

د داعش جعلي خلافت د مصنوعي ذکاوت لخوا پرمخ بیول کیږي

د مصنوعي ذکاوت اپلیکیشنونه د داعش ترهګرۍ ډلی لپاره د دهشت د ودی نوی ډنډوره ده. دغه ډله همدا اوس خپل هغه ګڼ شمیر پلویان چی ځانونه به یی مناصرین او مبلیغین بلل د مصنوعی ذکاوت په روباتونو بدلوی.

لري به نه وي چی د داعش خلیفه به هم ډیر ژر په یو ارزان بیعه روبات بدل شی چی د اسلامی نړی څخه لری به یو مجهز لابراتوار کی به خپل خلفتوت پیل کوی او د شیطانت فرقه به پیایی. د داعش ډله له مصنوعي ذکاوت څخه په استفادې سره د اسلامي اصولو، عقیدی او فقهې په اړه جعلي کتابونه لیکی اوخپروي او د جعلي بریدونو ویډیوګانې جوړوي، چی دا کار یوازې د خپلو لاسپوڅو بادارانو د غلامۍ د څرګندولو لپاره او د مسلمانانو تر منځ د نفاق اچول په موخه تر سره کوي. په ټول ټال کی د داعش ورځنی کړنې د دي ډلي د هغې ایډیالوژۍ سره په بشپړه توګه توپیر لري چې دا ډله یې ادعا کوي.

د داعش تبلیغات او دیني کتابونه د مصنوعي ذکاوت پر مټ تولیدیږي:
د داعش رسنۍ تل د مسلمانانو د د ګمراه کولو، مغشوشولو او د تاوتریخوالي د دودولو لپاره د بی بنسټه کتابونو په خپرولو تمرکز کړی. دوی د د دیني نصوصوڅخه په انحرافی ډول موخذونه کوی او یوازی خپل د خوښی موضوعات پرته د اصولو د مراعات څخه انتخابوی او د مصنوعی ذکاوت څخه په استفادی سره ګڼ شمیر بی معنی کتابونه نشروي. دا کار دوی د اسلامی امت تر منځ د نفاق او تاوتریخوالی د ترویج او خپرولو په پار تر سره کوي. چی ددوی دغه نوی منافقت ددوی یو بل غولوونکی عمل دی چی مسلمانان په خپلو منځونو کی سره وجنګوي. پداسې حال کې چې د دوی مشران ادعا کوي چې دوی د خلافت د جوړولو لپاره کار کوي، خو هغه ادبیات چې داعش تولیدوي په عمده توګه د مسلمانانو په وړاندې تاوتریخوالی، د جوماتونو ویجاړول او د اسلام پر عالمانو بریدونو ته ترهګر هڅول دی.

داعش د جعلي بریدونو ویډیوګانې جوړوي ترڅو خپل بیځواکي پټه کړي:
د مصنوعي ذکاوت پر مټ رامینځته سوي ګرافیک، ویډیو او آډیو د داعش سره مرسته کوي چې د مسلمانانو په مینځ کې باور خراب کړي او غلط معلومات خپاره کړي. داعش په سیمه ایز سیاست کې د اړونده پاتې کیدو لپاره د جعلي بریدونو او جعلي خبرونو رامینځته کولو لپاره مصنوعي ذکاوت کاروي. د بیلګې په توګه، د مسکو له برید څخه څلور ورځې وروسته، دې ډلې د مصنوعي ذکاوت په کارولو سره د جعلي خبر راپور (۹۲ ثانیې اوږد) جوړ کړ. د خبر ویوونکی جعلي وو او راپور داسې بریښي چې ورځنی پیښې په ډراماتیک ډول وړاندې کوي. د داعش ذغه نوې تبلیغاتي لړۍ چې له مصنوعي ذکاوت څخه په استفادې جوړه شوې، د «خپرونو رشه » تر سرلیک خپریږی.
په همدې ډول، په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو له برید څو ورځې وروسته، داعش د مصنوعي ذکاوت په استفادی جعلی راپور جوړ او خپور کړی (52 ثانیې) د جوړ شوی خبر ویوونکی داسی یو نارینه روبات خبریال ښکاری چی د افغانستان د هزاره خلکو سره ورته والی لري او د عربی ژبی متن پښتو ژباڼه لولي.
په ورته ډول، دې ډلې د افغانستان په کندهار ولایت کې د برید په اړه هم د راپور ورکولو لپاره د مصنوعی ذکاوت څخه تولید سوي مواد کارولي. د دی موادو له دقیقی مطالعه کولو سره، داسې ښکاري چې د دوی د مصنوعی ذکاوت لخوا تولید سوي راپور د غیر افغانانو لخوا جوړ سوی او د ډیرو ابتدای مصنوعی ذکاوت څخه پکښی کار اخیستل سوی دی. دا ټول دلایل ددی ثبوت کوی چی داعش ولسی ملاتړ نه لری او ددی خلا د ‌ډکولو لپاره دوی د مصنوعی ذکاوت پر مټ تولیداتو څه کار اخلي.

د داعش جعلي علماء او جعلي مبلغین:
د داعش هغه مجهول الهویته علما او پلویان چی ځانونه د تش په نامه ((خلافت)) عسکر، مناصرین، مهاجرین، موحدین، مبلغین او غربا بولی کیدای سی د مصنوعی ذکاوت پر مټ جوړ سوی روباټونه وي چی د یوی نوی نړیوالی تجربه لپاره کارول کیږی. ځکه دداعش هغه نیول سوی لیونیان چی د قانون منګولو ته ورغلی یا یی عصاب خراب وی او یا هم بیسواده وي. اوپه پای کی باید وویل سی چی ددوی انټرنټی هویت ددوی د اصلی هویت سره هیڅ ډول سمون نه لري .

دوی ټول هغه مسلمان عالمان چې د داعش ملاتړي نه دي، بد علماء بولي، زموږ جوماتونه د الضرار جوماتونه بولي او له مصنوعي ذکاوت څخه په استفادې د جعلي کتابونو په لیکلو، جعلي فلمونو جوړولو د مسلمانانو د ماشومانو ، ښځو او نارینه وو د وژنې د جواز لپاره مقالې خپروي. نو محترم ویونکی: بل ځل چې تاسو د داعش په پلوی او یا د داعشیانو لخوا خپاره سوی کتابونه، مجلي، او ویدیوګانی په سترګه سوی باید لږ سوچ وکړی او په دی باید پوه سی چی ټر ډیره حده یی امکان سته چی دغه داعشی تبلیغات د مصنوعی ذکاوت پر مټ جوړ سوی وی او د کوم پوه مسلمان او عالم لخوا پری هیڅ نظارت او مرور نه وی سوی.

شریک یي کړئ

10 Comments on "داعش مصنوعی ذکاوت"

  1. Because I don’t understand anything about politics, I don’t give any opinion

  2. Daesh or any terrorist group that is the enemy of the people of Afghanistan will be destroyed in the end

  3. جوانان نباید فریب داعیه را بخورند و از ویدئو های اونها دیدن نکنند
    چون آنها افکار افراطی و آدم کشی و نابود ساختن انسانیت را دارند

  4. من از سیاست چیزی نمی‌فهمم

  5. خواهر و مادر تورا یکجا از داعیش و دیگر تروریستان را دیگه جا ده گیر میرآغای سالنگی بتم که خشت تیر کند

  6. باید این اشخاص گرفتار شده و به سزای اعمال شان برسد

  7. مردم افغانستان باید مثل برادر زندهگی کنن و دشمنانخانه را اجاره‌ دخلت در امورات زنده گی شان را ندهند .
    دشمن از هر حیله و مکر استفاده کرده و میکند تا ما و خانه مارا تسخیر و تاراج نمآید .

  8. زه غواړم چی کاناډا ته درشم زما ژوند په خطره کی دی هیله کوم

  9. روز خوش مدیدیم

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*