داعش په افغانستان کی آینده نه لری؟

26
7

داعش ولې په افغانستان کې راتلونکې نه لری؟
له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د اسلامی دولت خراسان ولایت ( داعش) تقریبا له منځه تللی دی. په پیل کې، داعشیانو هڅه کوله چې د افغان جهاد له کامیابیو څخه ګټه واخلي، خو ډېر ژر پوه سوه چې د دوی ایډیالوژۍ افغانانو ته د منلو وړ نده. د دې رد اصلی او بنیادی لامل د داعشیانو تکفیری ایډیالوژۍ وه ، کوم چې یوازې هغو کسانو ته د منلو وړ وه چي د اسلام ابتدایی پوهه نلری. دا اصل د دې لامل سو چې دغه ډله په افغانستان کې مشهور اسلامی عالمان په نښه کړی ترڅو د هغه ایډیالوژیکی مقاومت سره مبارزه وکړی چې ورسره مخ دی.

د داعشی ترهګرو ایډیالوژی په بنسټیزه توګه د افغانی ارزښتونو سره په ټکر کې ده. پداسې حال کې چې په لمړیو کی داعشیانو ادعا کوله چې د نړیوال اسلامی خلافت رامینځته کولو لپاره کار کوی ، خو د دوې ټول عملیات او بریدونه اساسا د مسلمانانو وژنه ، بنسټیز اسلامی ارزښتونه کمزوری کول ، او د سخت تاوتریخوالی او ظلم کارول شامل وو ترڅو خلک د دوی مشر ، ابوبکر البغدادی ته تسلیم او بیعت وکړی. افغانانو دا تاوتریخوالی او تابعیت رد کړ او د خپل دین او ټولنې د دفاع لپاره متحدانه او په پوره زړورتیا را پورته سول.

د داعشیانو ظلم د افغان ټولنې په جوړښت او بنسټ باندې د برید لپاره لا نور هم پراخه سو. دغې ډلې اقلیتی ډلې لکه هزاره او نورې شیعه ټولنې په نښه کولې، چې په دی بریدونو او وحشتونو کی یی د سپینږیرو یا ځوانانو، نارینه یا ښځینه، کلیوالو یا د ښار د اوسیدونکو تر منځ یې هیڅ ډول فرق نه کوی او ټوله یی وژل. داعش په ځغرده، د جنسیت یا توکم پرته، د ټولو شیعه ګانو پروړاندې د بشپړې جګړې او قتل عام غوښتنه وکړه. د دې وروستۍ بیلګه د افغانستان په مرکزی برخه کې د ۱۱ ملکی هزاره ګانو وژل دی.

د داعش ایډیالوژۍ په افغانستان کې ټول سنی مسلمانان په کفر او شرک تورن کړل. دغې ډلې سنی جوماتونه په نښه کړل، هغوی یې د «مساجد الضرار» (د بدو جوماتونو) په نوم یاد کړل، او په سنی دینی علماو باندې یې بریدونه کول، او هغوی یې د “علما سو” (بد عالمان) په نوم یاد کړل.

کله چې داعش په افغانستان کې د فزیکی امنیت په ګډوډولو کې پاتې راغی، نو خپل تمرکز یې په دې بدل کړ چې خلک په ذهنی ډول شکنجه کړی. نو ځکه دی ډلی یو منظم او پراخه انلاین پروپاګند او تبلیغات پیل کړه. دوی په منظم او پلان سوی ډول د وحشت او وژنو داسي انځورونه او ويډیوګاني خپرولی ترڅو افغان ملت ته ذهنی صدمه ورسوی.
په افغانستان کې د داعش ناکامی د افغان ارزښتونو سره د دی خوارجی ډلی د ایډیالوژی نه سمون ، په اقلیتونو او اکثریت ټولنو باندې په بیلابیو پلمو وحشیانه بریدونه، او د افغان خلکو د ډارولو او ذهنی شکنجی ورکولو لپاره د هغې ناکامه هڅو پورې اړه نیسی. هیره دی نه وي چي، د خپل دین او ټولنې د دفاع په برخه کې د افغانانو مقاومت او یووالی له افغانستان څخه د داعش خراسان د خراسان د سیمې په له منځه وړلو کې مهم رول لوبولی دی.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "داعش په افغانستان کی آینده نه لری؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*